پاکستان: طالب ځواکونه مو وژلي دي
پاکستان ویلي په وروستیو عملیاتو کښې په سل هاو طالب ځواکونه وژل شوي دي، خو طالبانو دغه رپورټونه دروغ وبلل.
پارس ټوډی د فارس خبري آژانس په حواله خبر ورکړی، د پاکستان د اطلاع رسونې وزسر عطاء الله تارز مدعي شو چې د طالبانو خلاف په «غضب للحق» عملیاتو کښې د هغوي ۶۴۱ ځواکونه وژل شوي او له ۸۵۵ زیات نور ژوبل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کښې ۲۴۳ سرحدي پوستې او ۴۲ پاسګاوې پاکستاني ځواکونو له خوا نیول شوې او ویجاړې کړې شوې دي. همداشان ۲۱۹ ټانکونه او د وسلو او توپونو وړونکي ګاډي له مینځه تلي او د افغانستان په خاوره کښې دننه د ترهګرو ۶۵ مرکزونه د هوايي بریدونو هدف ګرځیدلي دي.
د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال ویاند صدیقالله نصرت دغه ادعا ناسمه او تبلیغاتي وبلله او ووې ویل چې پاکستاني لوری د دروغجنو رپورټونو په خپرولو سره هڅه کوي چې د طالبانو له خوا وراوښتې خپله درنه مرګ ژوبله او تاوانونه پټ کړي.
د هغه په وینا، د طالب ځواکونو په بریدونو کښې په سل هاو پاکستاني ځواکونه مړه او سلګونه نور زخمي شوي دي.