د افغانستان طالبانو په کابل کې د پآکستان سفیر احضار کړ
پارس ټوډې - د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کنړ باندې د پاکستان له خوا له بریدونو وروسته په کابل کښې د دغه هیواد شاذدافیر وروباله.
فارس خبری آژانس راپور ورکړی دافغانستان د طالبانو د حکومت خارجه وزارت ویلي چې په کابل کښې یې د پاکستان د سفارت شاذدافیر وربللی او د کنړ ولایت په مرکز کښې د یو پوهنتون په شمول یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کښې په ملکي سیمو او عمومي تاسیساتو باندې د دغه هیواد د پوځ په حملو باندې اعتراض کښې یې ورته یو اعتراضي یادداشت ورکړی دی.
د دغې وزارتخانې په بیانیه کښې د افغانستان د هوايي حریم خلاف ورزي او په ملکیانو باندې حمله په سخته غندل شوې او دغه اقداماتو د ځمکنۍ بشپړتیا خلاف ورزي ، د نړیوالو اصولو خلاف کار او یو راپاروونکی اقدام بلل شوی دی.
په یاده بیانیه کښې طالبانو د افغانستان له لورې د تشدد د پیلیدو په هکله د پاکستان ادعاوې رد کړې او ټینګار یې وکړ چې د دغه حالت جرړې باید وڅیړل شي.
د طالبانو خارجه وزارت څرګنده کړه: د طالبانو حکومت له هیواد او خلکو د دفاع حق محفوظ ګي او له پاکستانه یې وغوښتل چې د دغو اقداماتو له تکرارولو ډډه وکړي.
د بیانیې په پاې کښې راغلي دي: د دې غیرمسئولانه اقداماتو دوام به ناوړه پایلې ولري.