تورخم دروازه له ۴ورځني ځنډ وروسته د کډوالو پرمخ بېرته پرانیستل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i173580-تورخم_دروازه_له_۴ورځني_ځنډ_وروسته_د_کډوالو_پرمخ_بېرته_پرانیستل_شوه
د لوی اختر د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته د تورخم دروازه یو ځل بیا افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو او کورنیو پرمخ پرانیستل شوه.
(last modified 2026-05-31T01:48:35+00:00 )
May 31, 2026 06:15 Asia/Kabul
  • تورخم دروازه له ۴ورځني ځنډ وروسته د کډوالو پرمخ بېرته پرانیستل شوه

د لوی اختر د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته د تورخم دروازه یو ځل بیا افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو او کورنیو پرمخ پرانیستل شوه.

د تاند خبري سایټ په لیکنه، د خیبر پښتونخوا د لنډي کوتل مرستیال کمېشنر انعام الله وزیر، ویلي چې اوسمهال د بېرته ستنېدو بهیر عادي حالت ته ګرځېدلی دی.

د وزیر په وینا، هغه موټر چې افغان کډوال لېږدوي او همدارنګه تش موټر چې له افغانستان نه بېرته پاکستان ته ستنېږي، خپل عادي تګ راتګ پیل کړی دی.

هغه زیاته کړې چې د اړوندو ادارو تر څارنې لاندې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ په منظم ډول روانه ده.

انعام الله وزیر ویلي چې د لوی اختر د رخصتیو له امله د مې له ۲۶مې تر ۲۹مې نېټې پورې د تورخم دروازه د ستنېدونکو کډوالو پر مخ تړلې وه او د بېرته ستنېدو بهیر د څلورو ورځو لپاره ځنډېدلی و.

دا په داسې حال کې ده چې د تورخم دروازه له نږدې یو کال راهیسې د ترانزیټي او عادي تګ راتګ پر مخ تړلې ده، خو له شاوخوا درېیو میاشتو راهیسې یوازې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره له یوه لوري خلاصه ده.