پاکستان د افغان کډوالو استلو ته لازور ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i174678-پاکستان_د_افغان_کډوالو_استلو_ته_لازور_ورکړی
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دغه هېواد پولیسو ته امر کړی چې هر هغه افغان وګړی، چې قانوني ویزه ونه لري، سمدستي ونیسي.
(last modified 2026-06-29T10:58:07+00:00 )
Jun 29, 2026 15:03 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغان کډوالو استلو ته لازور ورکړی

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دغه هېواد پولیسو ته امر کړی چې هر هغه افغان وګړی، چې قانوني ویزه ونه لري، سمدستي ونیسي.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، پاکستان د افغان کډوالو د پراخې ایستنې د پالیسۍ په دوام کښې ویلي چې ټول غیرقانوني مېشت بهرني اتباع، په ځانګړي ډول افغانان به ونیسي او له هېواده به یې وباسي.

له دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي وو چې تر اوسه ۲.۴ میلیونه افغان کډوال ایستل شوي او ټاکل شوې دا لړۍ نوره هم چټکه شي.

پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو دلیل امنیتي اندېښنې بللې دي.

۸ صبح ورځپاڼې لیکلي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت افغان کډوالو ته د چنګاښ تر ۱۹مې مهلت ورکړی چې یا له پاکستانه ووځي او یا هم قانوني ویزه ترلاسه کړي، که نه نو وبه نیول شي او له هېواده به وایستل شي.

د یادې ورځپاڼې په وینا، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ټولو امنیتي ځواکونو، پولیسو او د کډوالۍ ادارې ته سپارښتنه کړې چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په ډېر شدت سره او په جدي ډول پیل کړي.