پاکستان: د ترهګرو ډلو پر مرکزونو مو بریدونه وکړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i178518-پاکستان_د_ترهګرو_ډلو_پر_مرکزونو_مو_بریدونه_وکړل
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي چې دغه هیواد له افغانستان سره په سرحدي سیمه کښې د «ترهګرو» پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي او «څه د پاسه اتویشت ټروریسټان» یې وژلي دي.
(last modified 2026-09-21T11:56:20+00:00 )
Sep 21, 2026 15:13 Asia/Kabul
  • پاکستان: د ترهګرو ډلو پر مرکزونو مو بریدونه وکړل

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي چې دغه هیواد له افغانستان سره په سرحدي سیمه کښې د «ترهګرو» پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي او «څه د پاسه اتویشت ټروریسټان» یې وژلي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ټینګار کړی چې دغه غږمله حملې د هغو «ترهګرو ډلو» پرضد چې په خیبر پښتونخوا صوبې کښې په اوسنیو «ترهګرو حملو» کښې لاس لري د پټنځایونو او د امن هستوګن ځایونو پرضد شوې دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ادغا کړې ده «د ځان وژونکو کسانو» د روزلو په شمول د «ترهګرو» درې مرکزونه تباه شول او «له څو ځان وژونکو کسانو سره یوځاې اتویشت ټروریسټان» ووژل شول.

دوی ویلي چې د ترهګرو په مرکزونو او پټنځایونو کښې ګڼ شمیر وسلې او مهمات هم تباه شول.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي اسلام اباد تل په سیمه کښې د سولې او د ثبات د ټینګیدا هڅه کړې ده خو زمونږ د ښاریزو ساتنه او امنیت زمونږ تر ټولو مهم لومړیتوب دی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت زیاته کړې چې دا ډیره د اندیښنې خبره ده چې افغانستان د «ترهګرو» یو مهم مرکز دی او زیاته یې کړه پاکستان ته ګواښ له افغانستان څخه سرچینه اخلي.