ګوتریش په پاکستان کې څو اړخیزتوب او سیمه‌ییز امنیت ارزوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i179404-ګوتریش_په_پاکستان_کې_څو_اړخیزتوب_او_سیمه_ییز_امنیت_ارزوي
  د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوټېرېش په پام کې لري چې په تېرو شپږو کلونو کې د دریم ځل لپاره پاکستان ته رسمي سفر وکړي. پاکستان چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا غیر دایمي غړی دی، دغه سفر د څو اړخیزتوب او د نړیوالې سولې او امنیت د پیاوړتیا لپاره د خپلو هڅو یوه برخه بولي.
(last modified 2026-10-05T10:23:54+00:00 )
Oct 05, 2026 14:12 Asia/Kabul
  • ګوتریش په پاکستان کې څو اړخیزتوب او سیمه‌ییز امنیت ارزوي

  د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوټېرېش په پام کې لري چې په تېرو شپږو کلونو کې د دریم ځل لپاره پاکستان ته رسمي سفر وکړي. پاکستان چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا غیر دایمي غړی دی، دغه سفر د څو اړخیزتوب او د نړیوالې سولې او امنیت د پیاوړتیا لپاره د خپلو هڅو یوه برخه بولي.

د ایرنا د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نن په یوه اعلامیې کې وئيلي دي،د ملګرو ملتو سرمنشي به  د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر سناتور محمد اسحاق ډار په بلنه، سبا اسلام اباد ته په  درې ورځنی رسمي سفر لاړ شي.

په اعلامیې کې راغلي چې ګوټېرېش به سبا،   همداراز  د پاکستان له ولسمشر، لومړي وزیر، د بهرنیو چارو له وزیر او د  وسلوالو ځواکونو له ستر قوماندان سره جلا جلا لیدنې ولري.

دا په تېرو شپږو کلونو کې پاکستان ته د انتونیو ګوټېرېش دریم رسمي سفر دی. نوموړي د ۲۰۲۰ کال په فرورۍ او بیا د ۲۰۲۲ کال په اوړي کې هم پاکستان ته په سفر تللی ؤ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د ګوټېرېش د سفر پر مهال به د څو اړخیز‌توب، د نړیوالې سولې او امنیت د پیاوړتیا لپاره د پاکستان هڅې، او همدارنګه د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او د لومړني خبرداري د سیستمونو په برخې کې د دغه هېواد اقدامات، د خبرو او بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه وي.

پاکستان چې د ۲۰۲۶ کال تر پایه د ملګرو ملتو د امنیت شورا غیر دایمي غړیتوب لري، وئيلي د ي ، د ګوټېرېش راتلونکی سفر د ملګرو ملتو په چورلیزتوب د څو اړخیز پالنې  لپاره د اسلام‌اباد د ټینګ  ملاتړ او د ملګرو ملتو د منشور د موخو او اصولو په وړاندې د دغه هېواد د دوامدارې ژمنې څرګندونه کوي.

په پاکستان کې شنونکي اټکل کوي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي به له پاکستاني چارواکو سره د مهمو سیمه‌ییزو او نړیوالو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي. په دغو موضوعاتو کې د پاکستان او هند ترمنځ کړکېچ، د افغانستان وضعیت، د آب و هوا د  بدلونونو ننګونې او په منځني ختیځ کې روان بدلونونه شامل دي.