کوئټه ولې پرله پسې د ترهه ګرو حملو هدف ګرځی؟
زمونږ رېډیو ته د رارسېدلو رپوټو له مخې د پاکستان د بلوچستان صوبې په کوئټه ښار کښې د ترهه ګرۍ پرونۍ حملې چې له کبله یې له اویاو نه زیات کسان ووژل شول او له سلو نه زیات ژوبل شول یو لړ بیله بیل رد عملونه په ځان پسې لرلی دی.
د بلوچستان صوبې وزیراعلی ثناء ا... زهری له دغې وحشتناکې پېښې وروسته د هند را استخباراتی اداره په دغه حمله کښې په لاس لرلو تورنه کړه. د پاکستان وزیراعظم محمد نواز شریف هم له امنیتی ځواکونو وغوښتل چې ترهه ګر چې په هرځاے کښې وی ودې ځپی او جرړې دې وباسی.
د دغه هېواد د فوځ قوماندان جنرل راحیل شریف هم پرون د کوئېټې له دغه جنایته وروسته دغه ښار ته لاړ او په یوه مهمه غونډه کښې په ګډون سره یې د پاکستان استخباراتی ادارې ته حکم ورکړ چې د ترهه ګرو په خلاف دې خصوصی عملیات ترسره کړی او ترهه ګر دې چې په هرځاے کښې وی تعقیب کړې شی او جرړې دې ووېستې شی.
خو د پاکستان د اسلامی نظریاتی شورا مشر او د دغه هېواد د ملی پارلېمان غړی مولانا محمد خان شېرانی ملی پارلېمان ته په وېنا کښې د دغه هېواد حکومت ته وویل چې ملت ته دې دروغ نه وائی، دښمن په کور کښې دننه دے. دغه دینی عالم چې څو ځل د طالب ډلې لخوا پرې قاتلانه حملې هم شوې دی په واضحه توګه وویل چې په طالب ځواکونو کښې ښۀ او بد نشته. دغه وسله والې ډلې له کومو کسانو او ادارو سره متعلق دی؟ آیا دوی اجرتی او د کرایه قاتلان نه دی؟
سیاسی کارپېژاندو د مولانا شیرانی څرګندونې د پاکستان په استخباراتی ادارې باندې حمله بللې ده او ویلی یې دی چې د پاکستان استخباراتی اداره د افغانستان طالبان ښۀ بولی ،ترې ملاتړ کوی او له افغان حکومت سره د جنګ لپاره یې لېږی، خو د پاکستان طالبان چې د دغه هېواد په امنیتی ځواکونو او خلقو باندې حملې کوی بد بولی.
له بلې خوا د پاکستان د عوامی ملی پښتونخوا ګوند مشر او د دغه هېواد د ملی پارلېمان غړی محمود خان اچکزی هم د کوئېټې د پرونۍ حملې په اړه وویل، یوازې د هند د جاسوسی ادارې ((را)) تورنولو سره مسئله نه هواریږی او زیاته یې کړه د کوئېټې په روغتون باندې حمله په پاکستان باندې حمله ده. هغۀ بې له څه فرقه د ټولو ترهه ګرو ډلو په خلاف د سختو عملیاتو غوښتنه وکړه. اچکزی وویل، د پاکستان استخباراتی ادارې له خټینو اوبو څخه یوه ورکه شوې ستنه هم راوېستې شی نو څه ډول د ترهه ګرو په پېژندلو او نیولو کښې ناکامې دی او دا یوه پوښتنه ده.
د پاکستان دغه تجربه کار سیاستوال او د دغه هېواد د پښتنو یو مشر وویل، نوره به اجازه ورنکړې شی چې پاکستان د نیابتی جنګونو مېدان وی.
باید وویل شی چې پاکستان چې مودې وشوې د استعماری قوتونو د نیابتی جنګونو په مخکښ بدل شوے دے او د دغو جنګونو اور اوس د دغه هېواد لمنې ته رسېدلے دے او یوازې په تېرو څوارلسو کلونو کښې د شپږو زرو فوځیانو په شمول له یو لکو نه زیات خلق وژل شوی دی.
د هغۀ د وېنا له مخې د دغه هېواد اقتصادی سرچینو له سلو میلیارډ ډالرو نه زیات زیان موندلے دے. په داسې حال کښې چې امریکې په دغه موده کښې له ترهه ګرۍ سره تش په نامه جنګ کښې له پاکستان سره له شپږو میلیارډ ډالرو نه زیاته مرسته نه ده کړې او امریکه چې پاکستان خپل سټراټیجک انډیوال بولی د چین او پاکستان اقتصادی پروژه چې په پینځه څلوېښت میلیارډ ډالره ارزښت سره ټاکلې شوې ده تکمیل شی، هم نه شی زغملې، او په بلوچستان کښې د ناامنۍ او ترهه ګرو حملو د زیاتېدو یو مقصد دا دے چې د چین او پاکستان اقتصادی پروژه یعنې اقتصادی لاره چې په بلوچستان کښې ده بشپړه نه شی. البته په دغه هېواد کښې د ناامنیو له رامنځته کولو څخه د لویدیځ د استعمار مقصد د پاکستان تقسیمول هم دی او په همدې وجه د امریکې او برطانیې لخوا د پاکستان د بلوچ ازادی غوښتونکو ډلو ملاتړ کیږی.
----------