د پاکستان په پنجاب صوبه کښې د افغانانو اقامت تمدید شو
Aug 22, 2016 10:04 Asia/Kabul
د پاکستان سترې محکمې د پاکستان په پنجاب صوبه کښې د افغان پناه غواړو اقامت د ۲۰۱۷ کال تر وروستیو پورې تمدید کړ
د تسنیم خبری آژانس د راپور په اساس، د پاکستان سترې محکمې د دغه هیواد په پنجاب صوبه کښې د اوسیدونکیو افغان مهاجرینو د اقامت موده تمدیده کړه.
د پنجاب چارواکو په دې اړه څرګنده کړه چې د افغان مهاجرینو د اقامت د تمدید په اړه د پاکستان پریکړه په افغانستان کښې بدو امنیتی دریځونو او شرایطو ته په پام سره وشوه.
همداراز په خیبر پختونخواه صوبه کښې هم افغان مهاجرینو د پاکستان له ځایی حکومته وغوښتل څو د په دغه هیواد کښې د هغو اقامت تمدید شی.