دافغانستان دمشکلاتو اصلی ریښه دبهرنیو عسکرو شتون دی
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ په افغانستان کې دپاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند ویلی دی ، دافغانستان دمسئلو لپاره په امریکا،چین ،پاکستان او افغانستان مشتمله څلور اړخیزه ډله دافغانستان دطالبانو ډلې دوخت د مشر ملاا ختر منصور دوژل کیدو له وخت راهسې نو رهیڅ بهرنۍ وجود نه لری .
دغه پاکستانی ډیپلوماټ باؤ ری دی چې دافغانستان دمشکلاتو او ترینګلتیاؤ اصلی ریښه په دغه هیواد کې دپردیو عسکرو شتون دی .
رستم شاه مومند ویلی دی ، په افغانستان کې دامریکائی پوځیانو شتون پخپله دناکراریو عامل او دکابل حکومت دمخالفو ډلو دلمسولو لامل دی .
هغه زیاته کړې له افغانستانه دپردی ځواک دوتلو لپاره د مشخص مهال ویش نه شتون ددغه هیواد دسولې ددخبرواترو په لاره کې یو ستر خنډ دی .
دهغه په وینا په افغانستان کې دمخالفو ډلو دحملو دختمیدو یوازینۍ لاره ، ددغه هیواد دسولې دخبرواترو پر میز دحکومتی اوطالب لورو شتون او دسولې لپاره درغنده خبرواترو ترسره کیدا ده .