پاکستان د هندوستان او افغانستان له نزدې ملګرتیا اندیښنه څرګنده کړه
د پاکستان د خارجه وزارت ویاند نن په اسلام آباد کښې یوه خبری ناسته کښې په ضمنی توګه د نوی ډیلی او کابل له ملګرتیاو اندیښنه وښودله او ویې ویل چې دا ملګرتیاوې دې داسې نه وی چې د پاکستان په تاوان تمامې شی.
د ایرنا د خبر له مخې نفیس ذکریا همداشان له افغانستانه وغوښتل چې هندوستان، د افغانستان له خاورې د پاکستان خلاف استفادې ته پرې نږدی.
د پاکستان د خارجه وزارت دغه چارواکی د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر موضوع په هکله هم وویل چې نړیواله ټولنه دې د کشمیر د مسئلې په سوله ایز هواری او په دغه سیمه کښې د تاوتریخوالو په ختمولو کښې خپل رول ولوبوی.
هغه وویل چې پاکستان هڅه کوی نړیواله ټولنه د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر د خلکو له کړاونو خبر کړی او له دې سره سره به د کشمیر د خلکو د برخلیک د ټاکلو له حقه د ملاتړ لپاره خپلې سیاسی او سفارتی هلې ځلې هم جاری وساتی.
نفیس ذکریا د کشمیر د مسئلې د سوله ایز هواری په موخه هندوستان د خبرواترو لپاره د پاکستان بلنې ته په اشارې سره وویل: د پاکستان له نظره د کشمیر مسئله هغه ترټولو مهمه موضوع ده چې د دواړو هیوادونو ترمینځ په هرډول مذاکره کښې باید مطرح شی.