په پاکستان کی شپږ تنه امنیتی ځواکونه ووژل شول
Aug 26, 2016 07:14 Asia/Kabul
زموږ د خبریال د راپور له مخی، د پاکستان د امنیتی ځواکونو د ګزمې په موټر باندی د وسله والو کسانو د ډزو له کبله، د هغوی ۶ تنه ووژل شول.
وسله والو نا پیژاندو کسانو پرون، د پاکستان د بلوچستان صوبې د ګوادر بندر په سیمه کی، د(اف-سی) امنیتی ځواک د ګزمې په موټر باندی ډزې وکړې، چی له کبله یی ۶ امنیتی ځواکونه وژل شوی، او یو تن ژوبل شو.
له دغې حملې وروسته، وسله وال کسان د پیښې له ځای څخه وتښتیدل، او امنیتی قواؤو سیمه کلابنده کړه.
تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دغې حملې مسؤلیت منلئ نه دئ.