د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف سره امریکایی چارواکو کتنه وکړه
Aug 27, 2016 08:37 Asia/Kabul
په افغانستان او پاکستان کښې د امریکا ځانګړی استازی او په افغانستان کښې د امریکایی ځواکونو د قومندان پشمول یوه پلاوی د پاکستان پوځ له مشر سره کتنه وکړه.
د تسنیم خبری آژانس د راپور په اساس، د پاکستان او افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړی استازی ریچرډ اولسن او په افغانستان کښې د امریکایی ځواکونو قومندان جان نیکلسن په راول پنډۍ ښار کښې د پاکستان پوځ له مشر جنرال راحیل شریف سره کتنه وکړه.
په دغه کتنه کښې امریکایی او پاکستانی چارواکو د سیمه ایزو امنیتی مسئلو، د پاکستان او افغانستان تر مینځ د پولو د مدیریت، سیمه ایز ثبات او همداراز نورو مسئلو په اړه خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه.