د عربستان د ولی عهد د ځای ناستی او نواز شریف کتنه
د عربستان دفاع وزیر او د ولی عهد ځای ناستی محمد بن سلمان د پاکستان له لومړی وزیر سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
د عربستان د رسمی خبری اژانس واس په حواله مهر خبری اژانس وویل : د دغه هیواد د ولی عهد ځای ناستی د خپل آسیاسی سفر په پیل کړې پرون په اسلام اباد کې له نواز شریف سره کتنه وکړه .
د دغه راپور له مخې دواړو لورو په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او په نړیواله او سیمه ایزه سویه روان حالت وڅیړل.
د ویلو ده چې محمد بن سلمان پرون پاکستان چین او جاپان ته خپل آسیایی سفر له اسلام آباده پیل کړ هغه به په دغه سفر کې په شل ډله کې چې راتلونکې میلادی میاشته په چین کې جوړیږی د سعودی پلاوی مشری په غاړه ولری.
پاکستانی رسنۍ وایی چې د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف او دفاع وزیر د عربستان د ولی عهد ځای ناستی بدرګه کړ.