له پاکستانی چارواکو سره د سعودی چارواکی کتنه
د عربستان دفاع وزیر اسلام آباد ته په سفر کښې د دغه هیواد له لومړی وزیر او د پوځ له ستر قومندان سره کتنه او د سیمې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې اترې وکړې.
زمونږ خبریال د راپور په اساس، د عربستان دفاع وزیر محمد بن سلمان وویل چې پاکستان د سیمې یو مهم هیواد دی او د دواړو هیوادونو ملګرتیا د وخت په تیریدو سره لا مضبوطیږی.
هغه له پاکستان سره په ټولو زمینو کښې د ملګرتیا غوښتونکئ شو.
د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف هم د ریاض او اسلام آباد تر مینځ ژورې ملګرتیا ته په اشارې سره وویل: که د عربستان امنیت وګواښل شو نو پاکستان به د عربستان په څنګ کښې ودریږی.
همداراز د عربستان د دفاع وزیر او د پاکستان د پوځ ستر قومندان راحیل شریف په کتنه کښې د مینځنی ختیځ او امنیتی مسایلو په هکله خبرې او د نظر تبادله وشوه.
عربستان په عراق او سوریې کښې د داعش په شمول له ترهګرو ډلو څخه د ملاتړ او په یمن کښې د تیری او جنایتونو او د دغه هیواد د بیګناهو خلکو د وژلو په وجه له امنیتی ستونزو سره مخامخ شوئ دی.
باید ووایو چې د امریکا په ملاتړ سره د یمن پر خاوره په تیری او د دغه هیواد د خلکو په خاوره کښې په لوغړولو کښې د آل سعود د کورنۍ ناکامۍ او همداراز په سوریې او عراق کښې د ترهګرو ماتی د عربستان غوسه راوپاروله او د آل سعود د اندیښنې سبب شوه.
که څه هم تراوسه د آل سعود د کورنۍ او د عربستان د مهمو تاسیساتو ساتنه د پاکستان پوځ پر غاړه ده خو عربستان غواړی، د پاکستان پوځ په سوریې او یمن کښې هم د دوئ مرستې ته ورشی.
د سعودی عربستان دفاع وزیر له پاکستانه چین ته ولاړ او ټاکل شوې ده چې جاپان ته به هم سفر وکړی.