ایران په پاکستان کښې ترهه ګره حمله وغندله
د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د پاکستان په مهمندو اېجنسۍ کښې د ترهه ګرۍ حمله وغندله.
دبهرنیو چارو د وزارت د رسانه ای ډېپلومېستۍ د عمومی ادارې د رپوټ له مخې بهرام قاسمی نن د پاکستان په مهمند اېجنسۍ کښې په یو جومات کښې د ترهه ګرۍ د حملې په غندلو سره چې پکې په لسګونو نمونځګزاران مړۀ او یا ژوبل شول وویلو د سیمې ټول هېوادونه پکار دی په هوښیارۍ او غور او فکر سره د ترهه ګرۍ د سپېرې ښکارندې له پټو او څرګندو ریښو او عواملو سره د جدی مبارزې لپاره کلکه اراده او عملی ګامونه اوچت کړی.
هغۀ همدارنګ د پاکستان له حکومت او ملت او د دغې ترهه ګرې حملې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره هغوی تسلیت او تعذیت وویلو.
پرون د جمعې د نمانځه په موقع د پاکستان د مهمندو اېجنسنۍ په پائی خان کلی کښې د ترهه ګرۍ په حمله کښې لږ تر لږه دېرش تنه ووژل شول او له دېرشو زیات نور ژوبل شول.
په پاکستان کښې له داعش ترهه ګرې تکفیری ډلې سره وابسته جماعت الاحرار ددغې چاودنې ذمه واری په غاړه اخېستې ده.