پاکستان د افغان ولسمشر له څرګندونو د ناامیدۍ څرګندونه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i25390-پاکستان_د_افغان_ولسمشر_له_څرګندونو_د_ناامیدۍ_څرګندونه_وکړه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اسلام آباد په اړه د اشرف غنی څرګندونې ناامیده کوونکې وبللې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 17, 2016 12:32 Asia/Kabul
  • پاکستان د  افغان ولسمشر له څرګندونو د ناامیدۍ څرګندونه وکړه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اسلام آباد په اړه د اشرف غنی څرګندونې ناامیده کوونکې وبللې.

زمونږ د رېډیو د رپوټ له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزرات ویاند د اشرف غنی د څرګندونو په غبرګون کښې وویل، افغان ولسمشر په دغه هېواد کښې د سولې د ټینګښت لپاره د پاکستان کوششونه هېر کړی دی.

نفیس زکریا په خپلو څرګندونو کښې وویل چې پاکستان په افغانستان کښې د سولې او ثبات لپاره په خپلو ژمنو پابند دے.

افغان ولسمشر په دې وروستیو کښې نوی ډیلی ته د سفر په وخت د هند له اېن ډی چېنل سره په مرکه کښې د پاکستان د نوم له اخېستو نه بغېر ویلی  وو چې هغه کسان چې له ترهه ګرو او د خپل ګاونډی افغانسان په خلاف د هغوی له حملو ملاتړ کوی په آخر کښې به ګوښې ته شی.

افغان ولسمشر هند ته په خپل دوه ورځنی سفر کښې د دغه هېواد له لوړ رتبه چارواکو سره له ترهه ګرۍ سره د مبارزې اود امنیتی او اقتصادی ملګرتیاو په اړه خبرې اترې وکړې.په دغه سفر کښې هند له افغانستان سره د یو میلیارډ ډالرو مرستې وعده هم وکړه. پاکستان تل د کابل او نوی ډیلی له نزدیو تعلقاتو څخه اندېښنه څرګنده کړې ده. او له افغانستان سره د هند مرستې د ځان لپاره د خطر یوه ټالۍبولی.