پاکستانی علماو د کشمیر او فلسطین د مسئلو هواری غوښتنه وکړه
د پاکستان اهل سنت او اهل تشیع عالمانو د فلسطین او کشمیر د مسئلې په هواری ټینګار وکړ.
زمونږ خبریال وائی د پاکستان د عالمانو متحدې شورا په کراچۍ ښار کښې یوه غونډه کښې له ملګرو ملتو وغوښتل چې د فلسطین د مسئلې او د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر د مسئلې د هواری لپاره لاس په کار شی.
په دغه غونډه کښې مولانا انتظارالحق تهانوی، علامه علی کرار نقوی، مفتی محمد بخاریؤ حافظ سید عاصم بخاری، علامه قاضی احمد نورانی، علامه عبدالخالق فریدی او د پاکستان ځینو نورو سترو عالمانو ټینګار وکړ چې ترڅو پورې د اسلامی نړۍ دا دوه سترې او پخوانی مسئلې نه وی حل شوې تر هغې په سیمه کښې امنیت نه راځی.
د پاکستان علماو وویل چې ملګری ملتونه دې د کشمیر د مسئلې په هوارولو او د فلسطین په آزادولو کښې بې پلوه رول ولوبوی او د دا ډول مسائلو د هواری لپاره د مسلمانانو اتحاد او یووالی هم ډیر ضروری دی.