د پاکستان لمړی وزیر د امریکا په لور لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i25456-د_پاکستان_لمړی_وزیر_د_امریکا_په_لور_لاړ
د آوا خبری آژانس د راپور په اساس، د پاکستان لمړئ وزیر، د ملګرو ملتو په ۷۱ مه عمومی اسمبلې کی د ګډون لپاره د امریکا د نیویارک په لور حرکت وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 18, 2016 07:57 Asia/Kabul
  • د پاکستان لمړی وزیر د امریکا په لور لاړ

د آوا خبری آژانس د راپور په اساس، د پاکستان لمړئ وزیر، د ملګرو ملتو په ۷۱ مه عمومی اسمبلې کی د ګډون لپاره د امریکا د نیویارک په لور حرکت وکړ.

د پاکستان خارجه وزارت، په یوې بیانیه کی اعلان وکړ: ټاکل شوې ده د پاکستان لمړئ وزیر«نواز شریف» د سپټمبر په ۲۱ نیټه، د ملګرو ملتو په عمومی اسمبله کی وینا وکړی.

نوموړئ به همداراز د ګډوالو په چارو کی د ملګرو ملتو په کلنۍ غونډه کی، چی نن جوړیږی؛ ګډون وکړی.

د ملګرو ملتو ۷۱ عمومی اسمبلې د سه شنبې په ورځ د امریکا په نیویارک ښار کی خپل کار پیل کړ.

پایداره پراختیا، مسکینې، لوږه، او د ژوندانه له چاپیریال څخه ساتنه، له هغو موضوعګانو څخه  ده؛ چی د ملګرو ملتو په عمومی اسمبلې کی به پری بحث او څیړنه وشی.

د ایران د اسلامی جمهوریت ؤلس مشر، ډاکتر حسن روحانی، به هم د ملګرو ملتو په عمومی اسمبله کی برخه واخلی.