د پرویز مشرف د مالونو د ضبطولو امر ورکړی شو
په پاکستان کې یوې محکمې د دغه هیواد د پخوانی ولسمشر پرویز مشرف د مالونو دضبطول حکم ورکړ.
د ایسنا خبری اژانس د راپور له مخې د پاکستان دغه مخکې پخوانۍ ولسمشر پرویز مشرف په اسلام اباد کې په لال جومات د حملې دحکم د ورکولو په تور محاکمه کړی او امر یې کړی چې د هغه مالونه باید سرکاری او توقیف شی.
د لال جومات د قربانیانو وکیل طارق اسد وویل زمونږ بل ګام به د محاکمې لپاره خپل هیواد ته د پرویز مشرف د ستنولو لپاره په پوځ دباو راوستل وی.
هغه زیاته کړه د محکمې حکم پاکستان ته د مشرف د ستنولو لپاره پر محکمې د لا زیات دباو لپاره امکان برابروی.
په پاکستان کې یوې ځانګړې محکمې په دوه زره شپاړسم کال کې هڅه وکړه چې مشرف د هیواد په خلاف په خیانت تورن کړی خو د کافی شواهدو او مدارکو د نه لرلو په وجه یې هغه تورن نه کړی شو.
د پاکستان پخوانی ولسمشر چې د ناروغۍ د درملنې په ادعا سره دبۍ ته تللی له نولس سوه نه نویم تر دوه زره اتم کاله پورې د خپلې ولسمشرۍ په دوره کې له مختلفو تورونو سره مخامخ دی.