د پرویز مشرف د مالونو د ضبطولو امر ورکړی شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i25537-د_پرویز_مشرف_د_مالونو_د_ضبطولو_امر_ورکړی_شو
 په پاکستان کې یوې محکمې د دغه هیواد د پخوانی ولسمشر پرویز مشرف د مالونو دضبطول حکم ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 19, 2016 01:18 Asia/Kabul
  • د پرویز مشرف د مالونو د ضبطولو امر ورکړی شو

 په پاکستان کې یوې محکمې د دغه هیواد د پخوانی ولسمشر پرویز مشرف د مالونو دضبطول حکم ورکړ.

 

د ایسنا خبری اژانس د راپور له مخې د پاکستان دغه مخکې پخوانۍ ولسمشر پرویز مشرف په اسلام اباد کې په لال جومات د حملې دحکم د ورکولو په تور محاکمه کړی  او امر یې کړی چې د هغه مالونه باید سرکاری او توقیف شی.

 د لال جومات د قربانیانو وکیل طارق اسد وویل زمونږ بل ګام به د محاکمې لپاره خپل هیواد ته د پرویز مشرف د ستنولو لپاره په پوځ دباو راوستل وی.

هغه زیاته کړه د محکمې حکم  پاکستان ته د مشرف د ستنولو لپاره پر محکمې د لا زیات دباو لپاره امکان برابروی.

په پاکستان کې یوې ځانګړې محکمې په دوه زره شپاړسم کال کې هڅه وکړه چې مشرف د هیواد په خلاف په خیانت تورن کړی خو د کافی شواهدو او مدارکو د نه لرلو په وجه  یې هغه تورن نه کړی شو.

د پاکستان پخوانی ولسمشر چې د ناروغۍ د درملنې په ادعا سره دبۍ ته تللی   له نولس سوه نه نویم تر دوه زره اتم کاله پورې د خپلې ولسمشرۍ   په دوره کې  له مختلفو تورونو سره مخامخ دی.