د هند او پاکستان ترمېنځ د تاوتریخوالی د علتونو څېړنه
زمونږ رېډیو ته د رارسېدلو رپوټونو له مخې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په باره مولا سیمه کښې د کنټرول لائن په نزدیو کښې د هند د امنیتی ځواکونو په اډه باندې له پرونۍ حملې وروسته هند پاکستان یو ترهه ګر هېواد وبلۀ
او له نړیوالو یې وغوښتل چې دغه هېواد دې د یو ترهه ګر هېواد په توګه وپېژنی او ګوښې ته یې کړی. په کشمیر کښې په پرونۍ حمله کښې د هند تقریباً اولس تنه امنیتی ځواکونه ووژل شول او تقریباً دېرش تنه ژوبل شول.
د هند د فوځ د ویاندوے د وېنا له مخې څلور تنه تندلاری یرغل کوونکی په دغه حمله کښې ووژل شول. د هند وزیراعظم نرېندرا مودی د دغې حملې په غندلو سره وویل، هر چا چې په دغه حمله کښې لاس لرلے وی سخته سزا به ورکړې شی. د هند د کورنیو چارو وزیر راج نات سېنګ هم په کشمیر کښې له پرونۍ حملې وروسته په یوه هنګامۍ غونډه کښې چې پکې د هند د ملی امنیت سلاکار او لوړ رتبه چارواکو هم شتون لرۀ وېنا وکړه او وې ویل چې پاکستان یو ترهه ګر هېواد دے او پکار دی د یو ترهه ګر هېواد په توګه وپېژندل شی او د نړۍ په سطح ګوښې ته کړې شی. هغۀ زیاته کړه یرغلګر روزل شوی او په نویو وسلو سره سنبال وو. د هند د کورنیو چارو د وزیر له وېنا وروسته د هند یو لوړ رتبه فوځی چارواکی جنرل رنبیر سېنګ چې عملیاتی قوماندان هم دے په یو اخباری کانفرنس کښې وویل چې د څلورو واړو ترهه ګرو تعلق له جېش محمد سره ؤ او وسلو یې پاکستانی مارکه لرله. هغه همدا رنګ وویل چې له خپل پاکستانی همسنګ سره یې په دې باره کښې خبرې کړې دی او په دې اړه یې خپله اندېښنه هغۀ ته څرګنده کړې ده.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف هم د هند تورونو په ردولو سره په باره مولا سیمه کښې پرونۍ پېښه د کشمیر د ازادۍ د غورځنګ د بدنامولو لپاره یوه دسیسه وبلله. همدارنګ د پاکستان وزیراعظم محمد نواز شریف په نیویارک کښې مېشته پاکستانیانو ته د خطاب ترڅنګه هند ته خبردارے ورکړ او وې ویل هند پکار دی د کشمیر په خلقو باندې خپل ظلمونه بند کړی او کشمیریان حق لری چې د خپل راتلونکی په باره کښې خپله فېصله وکړی او پاکستان به له هغوی څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړی. هغه څرګنده کړه، د کشمیر مسئله به د ملګرو ملتو په پرېکړلیکونو سره هواره شی. هغۀ همدارنګ وویل چې هېواد به یې ډېر زره له ترهه ګرۍ څخه نجات ومومی.
د ویلو ده چې نواز شریف د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ په یو اویایمه غونډه کښې د ګډون لپاره نیویارک ته لاړ دے او د ستمبر په یویشتمه نېټه به دغې غونډې ته وېنا کوی. باید ووایو چې پاکستان یوازې له هند سره د کشمیر د مسئلې په سر لانجه نه لری چې هندی چارواکی پاکستان تر خپل کنټرول لاندې کشمیر کښې د تاوتریخوال ذمه وار بولی بلکه د افغانستان لوړ رتبه چارواکی هم پاکستان په خپله خاوره کښې د جنګ او ناامنیو د دوام مسئول ګڼی او افغان ولسمشر اشرف غنی په دې وروستیو کښې په پاکستان باندې ډېر سخت لفظی ټکونه کړی دی چې د هند او پاکستان او همدارنګ د افغانستان او پاکستان ترمېنځ د تاوتریخوالو جرړه په حقیقت کښې د زمکنیو لانجو په سر ده چې د دغو لانجو اصلی عامل لویدیځ او په تېره بیا برطانیه ده. دغه بوډا او لومبړ صفته استعمار د ډیورېنډ کرښې په راښکلو سره د پوښتون مېشته سېمو زیاتره برخه له افغانستانه جدا کړه او هغه یې په اتلس سوه درې نوی یم کال کښې د برطانیې تر سلطې لاندې له برصغیر سره یوځاے کړه چې له دغه مهلت نه مخکې چې په نولس سوه درې نوی یم کښې ختمېدۀ برطانیې له برصغیره خپل ټغر غونډ کړ او د هند او پاکستان په نومونو سره نوی هېوادونه جوړ شول او پښتون مېشته سېمې چې یې نیولې وې پاکستان ته په وراثت کښې پرېښودې او برطانیه د پښتون مېشته سیمو خلقو لپاره د دې حق قائله نه شوه چې ترې پوښتنه وشی چې په کوم ځاے کښې او د کوم هېواد تر حاکمیت لاندې خپل ژوند ته دوام ورکول غواړی. او له هم هغه وخت نه دغه مسئله لاینحل باقی پاتې ده. که څه هم پاکستان د ډیورېنډ کرښه رسمی پوله پېژنی. البته افغانستان هم په پاکستان کښې د سفارت او په پښتون مېشته پېښور ښار کښې د کنسولګرۍ په لرلو سره یو ډول ډیورېنډ کرښه په رسمیت پېژندلې ده. خو د ملګرو ملتو اداره او لویدیځ هېوادونه په تېره بیا امریکه او برطانیه پکار دی په رسمی توګه دغه مسئله ختمه کړی چې د خپلو اهدافو او مقاصدو په خاطر نه غواړی دغه مسئله هواره کړی او د کشمیر په اړه هم برطانیې دا شېطانت وکړ چې کله یې له برصغیر څخه خپل ټغر غونډ کړ نو هند او پاکستان جوړ شول او د کشمیر مسئله یې هم په دې نیت سره لاینحله باقی پرېښوده چې هند او پاکستان پکار دی تل د هغې په سر لانجه ولری. چې تر اوسه دواړو هېوادونو د مسئلې په سر څلور ځل جنګ کړے دے. یعنې که له برصغیر څخه د تلو په وخت د برطانیې نیت ته یوه کتنه وشی نو دا خبره په ډاګه کیږی چې د هند وېش ډېر غلط شوے دے او د مسلمانانو په تېره بیا د برصغیر د مسلمانانو په تاوان ؤ او د هند د وېش په اړه د ختیځ ټاټوبی د ستر شاعر ډاکټر علامه اقبال په نظریې او تئورۍ باندې عمل ونه شو چې ویلی یې وو چې د هند په تقسیم کښې هغه سیمې چې اکثریت یې مسلمانان دی مسلمانانو ته او که اکثریت یې هندوان وی هندوانو ته حواله کړې شی او هغه اقلیتونه چې تشکیلیږی خپلو سیمو او ټولنو ته کوچ کولې شی چې د کشمیر د مسئلې هواری ته د زوړ او نوی استعمار د نه پاملرنې مقصد دا دے چې دغه سیمې ارامښت ونلری چې هم د هغوی د وسلو کارخانې مشتریان ولری او هم په سیمه کښې د لویدیځ په مقابل کښې یو قوت را اوچت نه شی.
-------------