پاکستان دې له فتح ا..ګولن سره اړونده موسسې او ښونځی وتړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i25687-پاکستان_دې_له_فتح_ا..ګولن_سره_اړونده_موسسې_او_ښونځی_وتړی
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دترکیې د دپوځ دمځکنی ځواک قوماندان جنرال صالح زکی چولاک چې دپاکستان په سفر تللی نن ئې په پنډۍ ښار کې دپوځ په لوئې درستزوالۍ کې د پاکستان دپوځ له عمومی قوماندان جنرال راحیل شریف سره لیده کاته وکړل اودسیمې له امنیت اوثبات سره اړونده موضوعګانو ،پوځی اوامنیتی ملګرتیاؤ او ښونیزو چارو په باب دنظر تبادلې وکړې .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 20, 2016 11:26 Asia/Kabul
  • پاکستان دې له فتح ا..ګولن سره اړونده موسسې او ښونځی وتړی

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دترکیې د دپوځ دمځکنی ځواک قوماندان جنرال صالح زکی چولاک چې دپاکستان په سفر تللی نن ئې په پنډۍ ښار کې دپوځ په لوئې درستزوالۍ کې د پاکستان دپوځ له عمومی قوماندان جنرال راحیل شریف سره لیده کاته وکړل اودسیمې له امنیت اوثبات سره اړونده موضوعګانو ،پوځی اوامنیتی ملګرتیاؤ او ښونیزو چارو په باب دنظر تبادلې وکړې .

  د ترکیې  د مځکنی ځواک قوماندان  په دغې کتنې کې  له ترهه ګرۍ سره  په مبارزې  کې دپاکستان  دپوځ  هلې ځلې هم وستایلې ،

 په ترکیې کې  دناکامې کودتا  له کابو دوو میاشتو تیریدا راهسې   دا دترکیې دلوړو پوړو چارواکو   څوم سفر دی ، له دې مخکې  هم دترکیې خارجه وزیر  مولود چاوش اوغلو  هم له کودتیا وروسته پاکستان ته سفر کړی ؤ  او له پاکستانیو چارواکو ئې  غوښتی وو ، په دغه هیواد کې دې  دپاک ترک  نړیوال ښونځی  او هغه موسسې  چې  ویل کیږی  له فتح ا... ګولن سره  اړونده دی وتړی.  راپورښئ  په پاکستان کې  د پاک ترک نړیوالو ښونځیو  څه دپاسه شل څانګې  فعالیت کوی .

پاکستان او ترکیه نسبتا  دوستانه  او ښې  اقتصادی اړیکې لری .