محمودخان اڅکزی: پاکستان په ۹۰ ورځو کې افغان جګړه درولی شی
د پاکستان استخباراتی ادارو او حکومتونو ترهګرۍ ته وده ورکړې ده.
د پښتونخوا ملی عوامی ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایی که پاکستان وغواړی، په افغانستان کې به له وسله والو سره په دریو میاشتو کې روغه جوړه وشی.
د پښتونخوا ملی عوامی ګوند مشرانو په کوټه کې، یوې سترې ولسی غونډې ته د وینا پر مهال ویلی چې په پاکستان کې په تېرو ۱۵ کلونو کې تر سل زرو زیات پښتانه په ترهګرۍ کې وژل شوی دی.
د ګوند په باور د ترهګرۍ د مخنیوی لپاره په کار ده چې د دغه هېواد کورنۍ او بهرنۍ تګلاره د پوځ او استخباراتی ادارو پر ځاى باید پارلمان جوړه کړی .د پاکستان مشرانو جرګې غړی سناتور عثمان خان کاکړ وویل، پاکستان کې پوځی نظامونو او د دغه هېواد استخباراتی ادارو ترهګرۍ ته وده ورکړې ده. ده وویل تر څو چې په دغه هېواد کې کورنۍ او بهرنۍ سیاسی تګلارې منتخب حکومتونه او پارلمان جوړې نهکړی او په افغانستان کې لاسوهنه بنده نهشی، ترهګری پاى ته نهشی رسېداى.
ده زیاته کړې:« د دې ترهګرۍ سبب قومی نابرابری او په سیاست کې د پوځ او استخباراتی ادارو پرلهپسې لاسوهنه ده، نتیجه دا شوه چې په دغه هېواد کې شپېته زره کسان د ترهګرۍ ښکار شول، په میلیاردونو ډالر مالی تاوانونه وشول، د سوات پنځویشت لکه او د وزیرستان پنځلس لکه خلک بېکوره شول.»