پاکستانی جنګی الوتکو له کشمیر سره نزدې مشقونه پیل کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i25792-پاکستانی_جنګی_الوتکو_له_کشمیر_سره_نزدې_مشقونه_پیل_کړی_دی
د پاکستان د هوائی چلند شرکت اعلان وکړ چې د دغه هیواد په شمال کښې د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر ته د ترټولو نزدې سیمو یعنې ګلګت او بلتستان د ښارونو هوائی ډګرونو ته تلونکې ټولې الوتنې بندې شوې دی.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Sep 21, 2016 16:38 Asia/Kabul
  • پاکستانی جنګی الوتکو له کشمیر سره نزدې مشقونه پیل کړی دی

د پاکستان د هوائی چلند شرکت اعلان وکړ چې د دغه هیواد په شمال کښې د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر ته د ترټولو نزدې سیمو یعنې ګلګت او بلتستان د ښارونو هوائی ډګرونو ته تلونکې ټولې الوتنې بندې شوې دی.

ایرنا خبری آژانس لیکلی دی، دا هغه کار دی چې ویل کیږی په دغو هوائی ډګرونو کښې د پاکستان د جنګی الوتکو د مشقونو او تمرین په وجه شوی دی.

تد پاکستان ځینو سرچینو ویلی دی چې د کشمیر د مسئلې په سر په تیره بیا په دغه سیمه کښې د هندوستان په یوې پوځی اډې باندې د روانې اونۍ د یکشنبې یا اتوار ورځې له حملې وروسته د هندوستان او پاکستان ترمینځ د لانجې د سختیدو له امله د هندوستان جنګی الوتکو د کنټرول لائن هغې خوا ته ځاې پرځاې شوې دی. پاکستان هم دغې پولې تر پخپله ترټولو نزدې سیمې کښې هوائی ډګرونو خالی کړی دی څو د دې هیواد دهوائی ځواک جنګی الوتکې پکښې مشقونه او تیاری وکړی شی.