پاکستان خپل ایټمی پروګرام نه محدودوی
په ملګرو ملتو کښې د پاکستان دایمی استازې وویل: پاکستان خپل ایټمی پروګرام نه محدودوی.
د ټائمز آف انډیا په لیکنه ملیحه لودهی په نیویارک کښې یوه خبری غونډه کښې وویل: د امریکې د بهرنیو چارو وزیر جان کیری د پاکستان له وزیراعظم نواز شریف سره په ملاقات کښې له هغه وغوښتل چې د خپل هیواد ایټمی پروګرام محدود کړی خو نواز شریف ورته په ځواب کښې ویلی دی چې پاکستان تمه لری هندوستان دا کار وکړی.
هغې په دوام کښې وویل: نړۍ دې په وړومبی پړاو کښې د هندوستان ایټمی فعالیتونه بند کړی.
تمه کیږی چې نواز شریف په ملګرو ملتو کښې پخپله وینا کښې د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر کښې موجودو ناکراریو ته هم اشاره وکړی.
میرمن لودهی ټینګار وکړ: د پاکستان ایټمی پروګرام د محدودیدو نه دی او نړۍ دې اول د هندوستان ایټمی فعالیتونه ختم کړی.