پر پاکستان د هندوستان او افغانستان سختې نیوکې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i25870-پر_پاکستان_د_هندوستان_او_افغانستان_سختې_نیوکې
له یوې خوا د هند او پاکستان ترمینځ او له بلې خوا د افغانستان او پاکستان ترمینځ لفظی شخړه خپل اوج ته رسیدلې ده.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Sep 22, 2016 11:42 Asia/Kabul
  • پر پاکستان د هندوستان او افغانستان سختې نیوکې

له یوې خوا د هند او پاکستان ترمینځ او له بلې خوا د افغانستان او پاکستان ترمینځ لفظی شخړه خپل اوج ته رسیدلې ده.

د هندوستان حکومت د خپل پوځ په اډې باندې له حملې وروسته چې تیره یکشنبه د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې رامینځته شوه او پکښې اتلس تنه هندی ځواکونه ووژل شول، پاکستان تورن کړ چې دغه بریدګر له پاکستانه د حملې لپاره لیږل شوی وو او ګواښ یې کړی دی چې که داسې حمله تکرار شی نو د بلوچستان په خپلواکه کولو کښې به ځنډ ونه کړی.

حتی داسې ګونګوسې ترغوږو کیږی چې هند او افغانستان چې دواړه پاکستان پخپله خاوره کښې د ناامنۍ په رامینځته کولو تورنوی، غواړی چې په نومبر میاشته کښې په اسلام آباد کښې د ترسره کیدونکې سارک غونډه بایکاټ کړی او په دې لړ کښې له دغه سازمانه د خپلو ملګرو پیدا کولو تکل هم کوی.

د پاکستان حکومت او پوځ هم چې د هندوستانه تورونه یې رد کړی دی، په کشمیر کښې د هندی پوځیانو په اډه شوې حمله یې د کشمیر د خلکو د آزادۍ غورځنګ د بدنامونولو یوه دسیسه ګڼلې ده او د هندوستان ګواښونو ته یې سخت غبرګون ښودلی دی.

د پاکستان د پوځ قومندان جنرال راحیل شریف د پوځ د لوړرتبه قومندانانو په غونډه کښې وویل: وروستۍ پیښې او پر پاکستان د هغو د اغیزې څیړنه کوو او پوځ له هرډول خطرونو سره مقابلې ته په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه چمتو دی. راحیل شریف د هندی چارواکو څرګندونو ته پخپل سخت غبرګون کښې په ډاګه وویل چې د پاکستان وسله وال ځواکونه له هرډول خطر سره مقابلې او ورته ځواب ورکولو ته چمتو دی او د پاکستان د امنیت او خپلواکۍ خلاف د هندوستان مکروهې ارادې به ناکامې کړی.

له بلې خوا د پاکستان وزیراعظم نواز شریف هم چې د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلې په ۷۱ غونډه کښې د ګډون په موخه نیویارک ته تللی دی، له اسلامی هیوادونو غوښتی چې د کشمیری وروڼو او خویندو د مرستې غږ پورته کړی. هغه نن د ملګرو ملتو په عمومی اسمبلۍ کښې پخپله وینا کښې هم د کشمیر د مسئلې په هکله تفصیلی خبرې وکړې.

د پاکستانی مطبوعاتو له قوله بل خبر وائی چې هندوستان په پاکستان کښې خپل پرخپلو ټاکلو اهدافو باندې د حملې وړومبنی پړاو بشپړ کړی دی او د هندوستان هوائی ځواکونه او هغه جنګی الوتکې مقدمو اډو ته رسیدلې دی چې په جاسوسی او پوځی عملیاتو کښې کارول کیږی.

پاکستان هم د خپلې دفاع او د هندوستان احتمالی حملې ته د ځواب ورکولو لپاره ضروری تابیاوې غوره کړې دی.

اخوا د افغانستان حکومت هم چې له هندوستان سره یې درد شریک دی په دې وروستیو کښې پر پاکستان سختې نیوکې کړې دی او دغه هیواد پخپله خاوره کښې د جنګ د دوام لامل ګڼی. د افغانستان د سولې د عالی شورا د پخوانی مشر برهان الدین ربانی د وژلې د تحقیق کمیشن په دې لړ کښې وائی چې د استاد ربانی د وژلې پلان د پاکستان د استخباراتی ادارې لخوا په کویټه کښې برابر شوی و. د دغه کمشن ویاند او د افغانستان د ملی امنیت د ریاست پخوانی مرستیال ډاکټر ضیاء ویلی چې پاکستان د استاد ربانی د تحقیق په لړ کښې له هرډول ملګرتیا ډډه کړې وه. هغه وائی د استاد ربانی وژلې کورنی او بهرنی ا ړخونه درلودلی دی. هغه زیاته کړې ده: د دې وژلې ترشا د آئی، ایس، آئی لاس څرګند و او کله چې په دې لړ کښې له دغې ادارې د ملګرتیا غوښتنه وشوه او یولړ شواهد او نښې پتې پاکستان ته ورکړی شوی هغه وخت دغه ټول شواهد او پتې له مینځه تللې وې.

استاد ربانی پنځه کاله مخکښې د کابل په وزیراکبر خان سیمه کښې پخپل کور کښې د هغه کس لخوا له ځانمرګی برید سره مخ شو چې ویل کیدل د سولې پیغام یې راوړی دی. که څه هم د دغې حملې پړه طالبانو ومنله خو د افغانستان د ملی امنیت ریاست، آئی، ایس، آئی د دغې وژلې پړه ګڼی. پاکستان په دې هکله تراوسه نظر نه دی څرګند کړی خو هغه وخت یې په دې قضیه کښې خپل دخالت رد کړی و. د حمید ا... په نوم یو کس چې د استاد ربانی خلاف د ځانمرګو عملیاتو د زمینې په برابرولو کښې یې ملګرتیا کړې وه، اعدام شو او د دغې قضیې نور ملګری یې هم مجازات شول او د افغانستان په ولسی جرګه کښې د ملی امنیت د کمیشن یوشمیر غړو پّ دې لړ کښې د پاکستان د ملګرتیا نه کولو په وجه د ملګرو ملتو امنیت شورا ته له پاکستانه د شکایت کولو غوښتنه وکړه.

مونږ په دې لړ کښې د پاکستان پښتونخوا عوامی ملی ګوند د یو مشر او د دغه هیواد د پارلیمان د پخوانی استازی رضا محمد رضا نظر وپوښته چې هغه په ځواب کښې د افغانستان د حکومت د دریځونو په تائیدولو سره وویل: په خواشینۍ سره یوځل، دوه ځله نه دی چې پاکستان په هند او افغانستان کښې د حملو په ملاتړ تورنیږی. هغه زیاته کړه: د پاکستان منتخب حکومت او قومی اسمبلی په بهرنی سیاست په تیره بیا د هندوستان، کشمیر او افغانستان د مسائلو په لړ کښې هیڅ رول نه شی لوبولی بلکې دا ټول بهرنی مسائل پوځ پخپل واک او کنټرول کښې لرلی دی. هغه وائی، هرکله چې د پاکستان منتخب حکومت د هندوستان له حکومت سره تفاهم ته د رسیدو هڅه کړې، پوځ یې مخه نیولې ده او که د پاکستان په سیاست کښې بدلون رانه شی نو له موجوده حالته به لازیات ځانله او یوازې پاتې شی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*