عوامی نیشنل ګوند د افغان کډوالو په تړاو کمیټه جوړه کړې
د رسنیو د راپور سره سم، عوامی نیشنل گوند خپل مشر اسفندیار ولی خان په لارښوونه د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره کمیټه جوړه کړې.
دنده یې د کډوالو د ستونزو په اړه معلومات یو ځای کول او پر حکومت د دغو ستونزو د حل لپاره فشار اچول بلل شوی. د عوامی نیشنل ګوند یو مشر لطیف اپریدی، پخوانې صوبایی وزیر میا افتخار حسین، افراسیاب خټک او هدایت باچا د دغې کمیټې غړی ټاکل شوی دی. افراسیاب په دې اړه وویل، د کمیټې جوړولو موخه پاکستان حکومت ته دافغان کډوالو اړوند پالیسیو کې اصلاحی مشورې ورکول دی.هغه زیاتوی کډوال په پاکستان کې له ډېرو ستونزو سره مخ دی او دغه کمېټه به د دوی د ستونزو په اړه معلومات راټول او د حل لارې چارې به یې لټوی.نوموړی زیاتوی د کډوالو د ستونزو لپاره د بېلو کمیټیو جوړیدو مقصد یو دئ، او هغه دا چې په خبره یې د کډوالو ستونزې حل شی.
د کډوال، له هغو افغانانو سره به څه کېږی چې پاکستانی ښځو او نارینه وو سره یې ودونه کړی بل لورته پلازمېنه اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو ویاندې دنیا اسلم خان وویل، د سیاسی ګوندونو لخوا رامنځته شوې کمیټې د کډوالو د ستونزو حل کې مثبت رول لوبولای شی.د سیاسی ګوندونو لخوا رامنځته شوې کمیټې د کډوالو د ستونزو حل کې یو مثبت رول لوبوی دنیا اسلم خان زیاتوی، دغه کمیټې د کډوالو دستونزو د حل لپاره د ملګرو ملتونو او پاکستان حکومت سره په اړیکه کې دی. دنیا اسلم خان واېی ملګری ملتونه دغو کمیټو سره کومه مالی مرسته نه کوی، خو په وینا یې د دوی د کار ستاینه کوی. دخېبر پښتونخوا ایالتی حکومت د رستم شاه مومند پرمشرۍ هم دا دوډل یوه کمیټی جوړه کړى ده.