د پاکستان او روسیې ګډ فوځی مشقونه
د فوځی ملګرتیاو د پراختیا په دوام کښې د روسیې د زمکنیو ځواکونو یو یونټ پاکستان ته داخل شو چې د دغه هېواد له ځواکونو سره د دوه زره شپاړسم کال د دوستۍ په نامه خپل وړومبنی ګډ مشقونه ترسره کړی.
دغه فوځی مشقونه د دوو هفته لپاره د ستمبر له څلوریشتمې نه د اکتوبر تر لسمې نېټې پورې ترسره کیږی.
د پاکستان او روسیې وړومبنی ګډ فوځی مشقونه په داسې حال کښې ترسره کیږی چې دغه دواړه هېوادونه د سوړ جنګ په زمانه کښې د ختیځ او لویدیځ په دوو کېمپونو کښې او له یو بل سره یو ډول په تضاد کښې وو. له دې امله سیاسی څارونکی د روسیې او پاکستان د ګډو مشقونو جوړېدل د دواړو هېوادونو ترمېنځ د فوځی ملګرتیاو د پراختیا لپاره یو مهم ګام بولی. په همدې وجه د هند حکومت چې له روسیې سره سټراټیجک تعلقات لری د پاکستان او روسيې د ګډو فوځی مشقونو په اړه ردعمل څرګند کړے او ویلی یې دی چې د دواړو هېوادونو فوځی ملګرتیاوې په اندېښنې سره تعقیبوی.
د پاکستان د فوځ د عمومی تعلقاتو ویاند او مدیر جنرل عاصم سلیم باجوه د دوه زره شپاړسم دوستۍ په نامه له روسیې سره د دغه هېواد ګډ فوځی مشقونه د پاکستان د خېبر پختونخوا صوبې په ځینو سیمو کښې او یا له هند سره نزدې د ګېلګت بلتستان په سیمه کښې ترسره کیږی.
د سیاسی څارونکو له نظره د پاکستان روسیې د ګډو مشقونه جوړېدل
یو ډول د سیمه ایزو ملګرتیا په تېره بیا په فوځی برخه کښې د بدلون ښودنه کوی.
په دې وروستیو کښې له امریکې سره د پاکستان تعلقات خړ پر شوی دی او واشنګټن هم هغه شان اسلام آباد د افغانستان په چارو کښې د لا زیاتې ملګرتیا لپاره تر دباو لاندې راولی. په همدې وجه د پاکستان حکومت ویلی دی چې د اسلام آباد لپاره له امریکې او لویدیځ نه بغېر نور انتخابونه موجود دی او په همدې وجه پاکستان له روسیې او چین سره د خپلو ملګرتیاو د پراختیا په لټه کښې شوے دے. همدارنګ ماسکو هم چې د یوکرائن په شان مسائلو په وجه یې له لویدیځ په تېره بیا له امریکې سره مشکل پېدا کړے دے کوشش کوی چې د پاکستان په شان په لویدیځ کېمپ کښې موجودو هېوادونو په جذبولو سره په فوځی او امنیتی اړخونو کښې خپل سیمه ایز موقعیت مضبوط کړی.
هند هم په دې وروستیو کلونو کښې له امریکې او صهیونېسټ رژیم سره د لا زیاتو فوځی او توغنده ای ملګرتیاو د پراختیا لوری ته ګروهنه پېدا کړې ده. د رافېل جنګی الوتکو د اخېستلو لپاره له فرانسې سره د هند د تېرې ورځ د تړون لاسلیکولو یوځل بیا وښودله چې نوے ډیلے د سترو فوځی اخېستنو او د خپل فوځی موقعیت په مضبوطولو سره د اېشیا په جنوبی سیمه کښې د برترۍ لټونې کوشش کوی. د هند دغه سیاست د سیمې وسله ایزو او مرسته غوښتونکو سیالیو ته لمن وهی.
د پاکستان له نظره روسیې چې په دې وروستیو کښې یې په سوریې کښې له داعش ترهه ګرې ډلې سره د مقابلې لپاره خپل فوځی قوت وښودۀ او په افغانستان کښې له فعالې داعش ډلې سره د مقابلې لپاره د دغه هېواد له طالب ډلې سره یې هم د ملګرتیا لپاره خپل چمتووالے اعلان کړے دے له ترهه ګرۍ سره په مقابله کښې د پاکستان لپاره یو مناسب ملګرے او شریک کېدې شی. په همدې وجه د فوځی مشقونو د جوړولو د ځاے په توګه د خېبر پختونخوا صوبې انتخاب ترهه ګرو ډلو ته یو خبردارے کېدې شی.
په هر حال د روسیې او پاکستان د ګډو فوځی مشقونو جوړېدل مختلفو فوځی بازارونو ته د رسېدو او د لویدیځ له فوځی صنائعو سره د خپلې پېېلتیا د کمولو لپاره د دغه هېواد د کوششونو ښودنه کوی.
اسلام آباد له صهیونېسټ رژیم او امریکې سره د هند د ملګرتیاو د پراختیا پائېلو ته هم اندېښمن دے. ځکه چې امریکې ښودلې ده چې د سیمه ایز انډیوال انتخاب یې هند دے او همدا موضوع پاکستان له واشګټن سره له ملګرتیاو نه د ماسکو لوری ته هڅوی.
-------------
ترجمه: شاهین