د پاکستان او روسیې ګډه مانوره او د هندوستان اندیښنه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i26092-د_پاکستان_او_روسیې_ګډه_مانوره_او_د_هندوستان_اندیښنه
هندوستان له روسیې سره د پاکستان د ګډې مانورې له ترسره کیدو اندیښنه وښودله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 24, 2016 16:44 Asia/Kabul
  • د پاکستان او روسیې ګډه مانوره او د هندوستان اندیښنه

هندوستان له روسیې سره د پاکستان د ګډې مانورې له ترسره کیدو اندیښنه وښودله.

د پاکستان او روسیې وړومنۍ ګډه پوځی مانوره نن په داسې حال کښې پیل شوه چې نوی ډیلی له اسلام آباد سره وروستیو شخړو ته په پام سره د دغو پوځی مشقونو په هکله اندیښنه ښودلې ده.

د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې د پاکستان د پوځ ویاند او د عامه اړیکو لوئې مدیر جنرال عاصم سلیم باجوه په یوه خبرپاڼه کښې اعلان وکړ چې له روسیې سره د پاکستان وړومبنی ګډ مشقونه له نن څخه د دوو اونیو په موده پیل شول.

د (۲۰۱۶ کال دوستی) په نامه دغه پوځی مشقونه د پاکستان د شمال لویدیځ د خیبرپښتونخواه ولایت په ځینو سیمو او پاکستان او هندوستان د لانجې وړ پولې سره نزدې ګلګت بلتستان کښې ترسره کیږی.

دغه مانوره په داسې حال کښې پیل شوې ده چې د هند او پاکستان ترمینځ لانجې په تیره بیا د کشمیر د لانجمنې سیمې په سر ډیرې زیاتې شوې دی.

ویلو کیږی چې د دې مانورې له ترسره کیدو سره هممهاله د هندوستان جنګی الوتکې له پاکستان سره په ګډه پوله کښې تیارسی شوې دی او هندوستان ته د پاکستان مسافری الوتنې هم کینسل شوې دی.