په پاکستان کښې د کربلا د زیارتوالو اعتراضونه لاهم دوام لری
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i32248-په_پاکستان_کښې_د_کربلا_د_زیارتوالو_اعتراضونه_لاهم_دوام_لری
د پاکستان په حکومت او امنیتی ځواکونو باندې کربلا ته د تلونکو زیارتوالو نیوکې او اعتراضونه همهغه شان روان دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 16, 2016 11:32 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د کربلا د زیارتوالو اعتراضونه لاهم دوام لری

د پاکستان په حکومت او امنیتی ځواکونو باندې کربلا ته د تلونکو زیارتوالو نیوکې او اعتراضونه همهغه شان روان دی.

د پاکستان د بلوچستان صوبې له مرکز کویټې ښاره رارسیدلی رپورټونه وائی چې د امام حسین علیه السلام د شهادت د څلویښتۍ یا اربعین په مراسمو کښې د ګډون لپاره کربلا ته تلونکی پاکستانی زیارتوال له څو ورځو راهیسې د دغه هیواد د حکومت او امنیتی ځواکونو لخوا په کویټه کښې ایسار کړی شوی دی او هغوی نن هم د دغه ښار په علمدار روډ باندې اعتراضی لاریون وکړ او د ایران د اسلامی جمهوریت د سرحد په لور د تګ اجازه یې وغوښتله.

د پاکستان حکومت دغه زیارتوال د هغوی د امنیت د تامینولو په پلمه ایسار کړی دی او په هرو دوه/دریو ورځو کښې د زیارتوالو یوڅو بسونه له امنیتی ځواکونو سره د ایران د پولې په لور لیږی. د ښځو او ماشومانو په شمول دغه زیارتوال له تیرو څو ورځو په کویټه کښې ساتل شوی دی او هغوی د پاکستان د حکومت او امنیتی ځواکونو په سستۍ او لټۍ شکایت کوی.

ویل کیږی چې یو عربی هیواد چې پاکستان یې ډیر احسانمن دی، په دې مسئله کښې لاس لری څو په کربلا کښې د میلیونونو زیارتوالو د غونډیدو مخه ونیسی.