پاکستان د کابل ترهګره چاودنه وغندله
Nov 21, 2016 16:53 Asia/Kabul
پاکستان د افغانستان د پلازمینې کابل په یو جومات کښې شوې ترهګره چاودنه وغندله.
د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کښې د کابل په باقرالعلوم نومی جومات باندې شوې ترهګره حمله چې له امله یې لږترلږه پنځوس حسینی ماتمیان شهیدان او له اویاو زیات زخمی شول، وغندله.
په دغه خبرپاڼه کښې پاکستان، ترهګری د هغې په ټولو ډولونو او شکلونو کښې وغندله او د ترهګرۍ او د هغې د ګواښونو د ختمولو لپاره یې په دوامداره کوشش او ملګرتیا باندې پرخپلې ژمنتیا ټینګار وکړ.
ټیګونه