پاکستان په یواړخیزه توګه خپلې ایټمی وسلې نه کموی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i3997-پاکستان_په_یواړخیزه_توګه_خپلې_ایټمی_وسلې_نه_کموی
په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار وویل: اسلام آباد به د ایټمی وسلو د کمولو په هکله یواړخیز اقدام ونه منی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 04, 2016 11:39 Asia/Kabul
  • پاکستان په یواړخیزه توګه خپلې ایټمی وسلې نه کموی

په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار وویل: اسلام آباد به د ایټمی وسلو د کمولو په هکله یواړخیز اقدام ونه منی.

مهر خبری آژانس خبر ورکړی چې سرتاج عزیز پرون امریکایی رسنیو ته په مرکه کښې وویل: د خپل ایټمی توان د زیاتولو لپاره د هندوستان هلوځلو ته په پام سره پاکستان هم د آسیا په سویلی سیمه کښې د انډول لپاره خپلې ایټمی وسلې زیاتوی خو په سیمه کښې د شخړې د کمولو لپاره له هندوستان سره خبرواترو ته چمتو دی.

سرتاج عزیز د امریکې د خارجه وزیر د دې څرګندونو په غبرګون کښې چې پاکستان دې خپلې ایټمی وسلې کمې کړی، وویل: پاکستان هیڅکله خپلې ایټمی وسلې نه کموی او د ایټمی وسلو د ساتنې او حفاظت د سیسټمونو په ډګر کښې یې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړې دی.

هغه زیاته کړه: په روانه میلادی میاشت کښې په واشنګټن کښې په نړیوال ایټمی کانفرنس کښې به د پاکستان او هندوستان وزیراعظمان په دې لړ کښې پخپلو کښې ملاقات او خبرې اترې وکړی.