د پاکستان او هندوستان سرحدی کلی له اوسیدونکیو خالی شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i47562-د_پاکستان_او_هندوستان_سرحدی_کلی_له_اوسیدونکیو_خالی_شول
د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان او هندوستان ترمینځ د تاوتریخوالی له زیاتیدا او د دواړو هیوادونو په وسیله په کشمیر کنټرول کرښه کې په سرحدی کلیو له ډزو سره په یووخت د دغو سیمو اوسیدونکی د ځان له ویرې امنو سیمو ته انتقال شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 15, 2017 13:33 Asia/Kabul
  • د پاکستان او هندوستان سرحدی کلی له اوسیدونکیو خالی شول

د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان او هندوستان ترمینځ د تاوتریخوالی له زیاتیدا او د دواړو هیوادونو په وسیله په کشمیر کنټرول کرښه کې په سرحدی کلیو له ډزو سره په یووخت د دغو سیمو اوسیدونکی د ځان له ویرې امنو سیمو ته انتقال شوی دی .

د هندوستان پوځ نن ادعا وکړه چی پاکستان د کشمیر په کنټرول کرښه کې د اوربند خلاف ورزۍ کړی ده او په سرحدی سیمو یې څه د پاسه اویا د هاوان ګولۍ ویشتلی دی . د هند بوځ ګړاښ کړی دی چی د پاکستان حملو ته به مناسب ځواب ورکړی ، خو پاکستان د  هندوستان دا ادعا ردوی . هندوتسان هم په ځلونو د پاکستان په سرحدی سیمو ډزې  کړی دی .

هندوستان او پاکستان په ۲۰۰۳ میلادی کال کې په کشمیر کنټرول کرښه کې د اوربند موافقه لاسلیک کړه چی په ځلونو دواړو لورو د هغې خلاف ورزۍ کړی ده .