د پاکستان او هندوستان سرحدی کلی له اوسیدونکیو خالی شول
May 15, 2017 13:33 Asia/Kabul
د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان او هندوستان ترمینځ د تاوتریخوالی له زیاتیدا او د دواړو هیوادونو په وسیله په کشمیر کنټرول کرښه کې په سرحدی کلیو له ډزو سره په یووخت د دغو سیمو اوسیدونکی د ځان له ویرې امنو سیمو ته انتقال شوی دی .
د هندوستان پوځ نن ادعا وکړه چی پاکستان د کشمیر په کنټرول کرښه کې د اوربند خلاف ورزۍ کړی ده او په سرحدی سیمو یې څه د پاسه اویا د هاوان ګولۍ ویشتلی دی . د هند بوځ ګړاښ کړی دی چی د پاکستان حملو ته به مناسب ځواب ورکړی ، خو پاکستان د هندوستان دا ادعا ردوی . هندوتسان هم په ځلونو د پاکستان په سرحدی سیمو ډزې کړی دی .
هندوستان او پاکستان په ۲۰۰۳ میلادی کال کې په کشمیر کنټرول کرښه کې د اوربند موافقه لاسلیک کړه چی په ځلونو دواړو لورو د هغې خلاف ورزۍ کړی ده .
ټیګونه