ترهه ګردپاکستان اوافغانستان په ځینوسیموکې دیره دي اوترهه ګر اقدامات کوی
دسحر اردو ټیلیویژنی چینل راپور ورکړ په امریکا کې دپاکستان سفیر چوهدری اعزاز احمد زیاته کړې که څه هم پاکستان پخپله دترهه ګرۍ او افراط پالنې سره لاس او ګریوان دی ،خو په افغانستان کې دسولې اوامنیت لپاره له کابل سره ملګرتیا ته تیار دی .
چوهدری صیب په تیرو وختونو کې په پاکستاان کې دترهه ګرو عملیاتو ډیرې اندازې ته په اشارې سره وویل ، د دغه هیواد پوځ دترهه ګرو پټنځایونه له مینځه وړی دی او دتیرو وختونو په نسبت دپاکستان امنیتی وضعیّت ډیر ښه شوی دی .
داپه داسې حال کې دی چې په پاکستان کې د پوځ له خوا د ردالفساد نومې ترهه ګر ضد پاکونکو عملیاتو سره سره دا دپاکستان مظلوم ملت دی چې داسې کومه ورځ نه وی څو دتکفیری ترهه ګرو ا و جنایتکارو په لاس د دغه هیواد په بیلابیلو ښارونو کې جنازې اوچتې نشی او دپاکستان حکومتی ،پوځی اوقضائی چارواکی دی چې د دغه هیواد په بندونو کې زندانی ترهه ګرو په ضد هیڅ ډول جدی اقدامات او دهغوی دسزاکولو اقدامات نه کوی او د پاکستان مظلومو خلکو ژوند ئې هماغه راز تریخ کړی دی .