اسلام اباد هندی جاسوس نه مبادله کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i51326-اسلام_اباد_هندی_جاسوس_نه_مبادله_کوی
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ دپاکستان دخارجه وزارت ویندوی نفیس زکریا په یولړ څرګندونو کې له هندی بندیانوسره د دغه هیواد دبندیانو دمبادله کولو په باب وویل ،د اسلامی اباد چارواکی دهندوستان دسمندری ځواک لوړروتبه افسر او جاسوس کلبوشن سودهیر یادؤ چې په پاکستان کې دجاسوسۍ په تور نیول شوی اوپه پانسۍ محکوم شوی مبادله نه کوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 04, 2017 07:33 Asia/Kabul
  • اسلام اباد هندی جاسوس نه مبادله کوی

تسنیم خبری آژانس راپورورکړ دپاکستان دخارجه وزارت ویندوی نفیس زکریا په یولړ څرګندونو کې له هندی بندیانوسره د دغه هیواد دبندیانو دمبادله کولو په باب وویل ،د اسلامی اباد چارواکی دهندوستان دسمندری ځواک لوړروتبه افسر او جاسوس کلبوشن سودهیر یادؤ چې په پاکستان کې دجاسوسۍ په تور نیول شوی اوپه پانسۍ محکوم شوی مبادله نه کوی .

  نفیس زکریا   وویل ، کلبوشن یادؤ دجاسوسۍ اوترهه ګرو  عملیاتو په نیّت سره  پاکستان ته واردش وی ؤ او  داځانګړی مورد دی چې مبادله نه کیږی .

 هندی حکومت له دې مخکې  دکلبهوشن یادؤ دحاسوس  شونې په باب  داسلام  اباد  ادعا بې اساسه بللې وه .   نفیس زکریا  زیاته کړې د  داسلام اباد اونوی ډیلی  دموافقې په اساس،  پاکستان دهندی بندیانو نامې اعلان کړی دی  اوحتی هغه پنځه بندیان چې  دهغوی دسزا نیټه ختمه شوې وه ، هم  هندی چارواکو ته سپارلشوی دی  ،خو هندی ح کومت  د شوی موافقې  په خلاف  تراوسه پورې په دې اړه  خپله دنده نه ده ترسره کړې .

 دپاکستان د خارجه وزارت ویندوی  زیاته کړې  هندوستان تراوسه پورې  د پاکستان د یو سل  اوه کب نیونکو اوښاریزو  نامې چې  په هندی زندانونوکې شپې سبا کوی ،  د مبادلې لپاره  نه دی  اعلان کړی .

په ۲۰۰۸کال کې  دهند او پاکستان ترمینځ  د شوی موافقې په اساس   په کال کې دوه ځله    دواړه هیوادونه د یوه بل د بندی ښاریزو نامې اعلانوی  چې  دضرورت په بڼه کې  سره ځینی  بندیان هم مبادله کیږی .