دضیاءالحق په لاس دنفرت دتخم کرل او دپاره چنار غمیزې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i51470-دضیاءالحق_په_لاس_دنفرت_دتخم_کرل_او_دپاره_چنار_غمیزې
دپاکستان د پوځ دوخت د عمومی قوماندان جنرال ضیاءالحق له کودتا راهسې چې د ۱۹۷۷کال د اګست په پنځمه نیټه ئې د وخت د ولسی لومړی وزیر ذولفقار غلی بوټو د حکومت په ضد کړې ، څلویښت کلونه تیرشوی ، خو اوس هم دپاکستان مظلوم خلک دهغې شپې په تورتم کې د کودتا تراخې او خطرناکې نتیجې زغمی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 06, 2017 08:15 Asia/Kabul
  • دضیاءالحق په لاس دنفرت دتخم کرل او دپاره چنار غمیزې

دپاکستان د پوځ دوخت د عمومی قوماندان جنرال ضیاءالحق له کودتا راهسې چې د ۱۹۷۷کال د اګست په پنځمه نیټه ئې د وخت د ولسی لومړی وزیر ذولفقار غلی بوټو د حکومت په ضد کړې ، څلویښت کلونه تیرشوی ، خو اوس هم دپاکستان مظلوم خلک دهغې شپې په تورتم کې د کودتا تراخې او خطرناکې نتیجې زغمی .

زمونږخبریال راپورراکوی ، دجنرال ضیاء الحق پوځی دیکتاتوری د  پاکستان دتاریخ یو خورا تورتم او ظالم  حکومت تیر شوی دی  چې  دپاکستان ټولنه ئې دهمیشنۍ ترهه ګرۍ ،بې وزلۍ ، روږدیدا ، ناروغیو،ذلت ،مذهبی  کرکې ،افراطیّت  او فرقه پالنې  په لور کاږلې  ده . پوځی جنرالانو  ذوالفقار علی بوټو  له صدراعظمۍ لیرې کړ او دقتل په یوې جعلی  او  مشکوکې دوسیې ئې    ونیو او  بیا له څوکلن بنده وروسته   د ۱۹۷۹کال داپریل په  څلورمه نیټه   په بند کې پانسی کړ . خو   دتاریخ لیکونکو اوشناندو په وینا،دغه ټوله  پیښې  دامریکائی استعمار  یوه خطرناکه دسیسه وه  او دا امریکائی استعمار ؤ چې  افراطی ضیاءالحق ئې  دیوه ولسی حکومت په ضد په پاکستان کې  دکودتا لپاره  ټاکلی ؤ  چې  دپاکستان  ملت  اوس  هم   دڅلویښتو کلونو په تیریدا سره    دهغو له تراخو نتیجو سره لاس اوګریوان  دی  او  هماغه سټراټژی  او پروګرام چې  ضیاءالحق د  امریکا له خوا  اجرا  کړی ؤ ،  اوس  هم  یو ډول دوام لری .

واک  ته د ضیاءالحق  په رسیدو سره  په  پآکستان کې  سیاسی او مذهبی ګوندونه اوډلې په سخته وځپل شوې  او مذهبی افراط پالو ګوندونو په تیره بیا وهابی اودیوبندی  افراطیانو ته  د  ودې او پراختیا فرصت  ورکړل شو . ذوالفقار علی بوټو  چې  دلودیځ  له پانګوال نظام او سره سخت مخالف او دسالامی سوشلسټی نظام سره   موافق ؤ ، دلویدیځی استعمار په ضد ددریمې نړۍ په تیره بیا داسلامی نړۍ  دیوځای   او پیوستون غوښتونکی ؤ او د لویدیځ  او په تیره بیا دامریکا له  خوا  هیڅکله هم  دخوښې وړ نه ؤ.  دپاکستان دیوه ایټمی قدرت  جوړولو لپاره  دذوالفقار علی بوټو له خوا  هلو ځلو   دامریکا اولویدیځ  کرکه اونفرت  نوره هم زیات کړ  او په حقیقت کې دغه هڅې  وې چې  نن سبا  پاکستان  د ایټم بم لرونکی یوازینی اسلامی هیواد په توګه یادیږی . په قدرت کې   دغه شان شخصیّت     دلویدیځ اوامریکا لپاره چې   له ختیخی بلاک سره په ساړۀ جنګ بوخت وو،  اصلا دمنلو وړ نه  ؤ ،په تیره بیا  دا چې  په هماغو کلونو کې  امریکا  دافغانستان  دنیولو لپاره  شوروی اتحاد لمساوۀ ، چې  که ذوالفقار علی بوټو د شوروی په لاس د  افغانستان  دنیواک په وخت   په واک کې وائ ، نو  حالاتو ډیر فرق کاوه  او له پاکستانه     په افغانستان کې  دشوروی په ضد  په جنګ  کې د  لویدیځ اوامریکا له خوا د پیشمرګه یا سوق الجیشی ځواک  په توګه  ترې استفاده نه شوه کیدلی . یعنی  په پاکستان کې قدرت  ته دضیاءالحق له رسولو دامریکا یوه موخه  په افغانستان کې  دوخت دشوروی اتحاد په ضد  په جنګ کې له هغه  استفاده وه  او  دا جنرال ضیاء  ؤ چې  پاکستان  ئې  په سیمې کې په تیره بیا په افغانستان کې  دامریکائی سیاستونو په یوه مجری بدل کړ او  دا همدغه ضیاءالحق دیکتاتور ؤ چې  یو کرار  اوباثباته پاکستان ئې چې  شیعه اوسنی مسلمانانو پکې د وروڼو په څیر ژوند کاوهّ، په یوه ناکراره اوبې ثباته پاکستان  بدل کړ.  وهابی تکفیری  او افراطی دیوبندی تفکر ئې په پاکستان کې  د امریکا په شنې اشارې  او  د سعودی عربستان  په پیټروډالرو سره  دود کړ او اهل تشیّع اوبریلوی اهل تسنن  ئې  دهغوی په لاس وځپل  او داموضو اوس هم  په شدت سره دوام لری  او  دا هماغه ضیاءالحق ؤ چې  په اتیایمې لسیزې  کې ئې د افغانستان  دځینو جهادی ډلو په تیره بیا  دګلبدین حکمتیار  په مرستې سره  ئې هڅه وکړه ، دپاکستان  کورمې ایجنسی قبایلی سیمه  داهل تشیَع  له وجوده پاکه کړی  او  په دغې ښکلی ،ښیرازه او سټراټژیکې سیمې کې  د افغانستان  دمجاهدینو لپاره  په جلاوطنۍ کې یو  حکومت  تاسیس کړی .  ضیاءالحق  د دغو دسیسو په وسیله  او دځینو افغان مجاهدینو په مرستې سره   د پاره چنار  کورمې ایجنسۍ پر شیعیانو د  کورمې دځای اهل تسنن  په نامې سره  بیلابیل جنګونه وتپل .  خو  دکورمې شیعیانو   سخت مقاومت وکړ ، وینه ئې  ورکړه ، په دې لارې کې ئې خپل په زرګونو بچیان قربانی کړل  خو  خپله خاوره ئې   ضیاءالحق ته  دامریکا اوسعودی عربستان  دسپیرو موخو لپاره  ونه سپارله  اوله بده مرغه نن سبا  هم    دکابو څلویښتو کلونو په تیریدا سره  اوس هم  په درست پاکستان کې افراطیّت او تکفیریّت   وده کړې ده  او  دپاکستان  داستخباراتی ادارو په ملاتړ سره  داسې جنایتونه کیږی چې دنیا ئې کتونکی ده  او پاکستان  ئې  دنړیوالې ترهه ګرۍ په یوې ځالې بدل کړی دی  او نن سبا   د دنیا په هرځای کې  چې  کومه ترهه ګره پیښه کیږی ، نو  د پلۀ پَل  ئې  له پاکستان  سره  وصل کیږی  اودپاره چنار سیمه هم  چې    یوه خورا سټراټژیکه  او له کابل سره  خورا نزدې یوه قبایلی سیمه ده ،  هماغه راز دځای ،سیمه ایزو اونړیوالو  استعمار ګر و  لپاره سټراټژیک  اهمیّت لری . پاره چنار کورمه ایجنسی، چې  په اتیایمې لسیزې کې له  شوروی اتحاد سره  په جنګ کې او  هم  له  ۲۰۰۱کاله وروسته   له  تش په نامه ترهه ګرۍ سره  په جنګ کې تل  د تکفیری افراطپالو  دیوبندی او وهابی بهیرونو  له خوا   له پراخو پوځی  حملو سره  مخامخ ده  او دسیمې  ځای اوسیدونکو شیعیانو تل  کلک مقاومت کړی دی  اوتر اوسه پورې ئې اجازت نه دی  ورکړی  چې دغه قبایلی سیمه یعنی  کورمه ایجنسی  ،  له پخوا راهسې تر دې دمه    دافراطپالو  په ځالې بدله شی  او په دغې سیمې کې  هم  د طالبانو،القاعدې ،حقانی چینل  او نورو افراطی  اوتکفیری  بهیرونه  په آزادۍ سره  فعالیتونه وکړی.

ډیری شناندی وائی  دپاکستان ځینی استخباراتی ادارې  چې او س هم  ورته ضرورت شته  او هڅه کوی  څو پاره چنار ښیرازه او سټراټژیکه سیمه  تکفیری افراط پال  ونیسی ، خو دسیمې طوری اوبنګښ شیعه قبیلې  په دغې لارې کې ستر خنډ دی . پر دې اساس کله په خپلو سپیرو دسیسو کې بریالی نه شول ،څو د ټوپک  په زور سره دغه سیمه   ونیسی ، نوله څو کلونو راهسې  ئې  ړندو ترهه ګرو یرغلونو ،ځان مرګو حملو  اوبم چاودنو ته مخه کړې ده  او وخت په وخت  په سلګونو شیعیان دخپلو سپیرو موخو قربانی کوی . چې ترټولو وروستۍ مثال ئې هم ،د روژې دمبارکې میاشتې  په وروستۍ جمعې یعنی جمةالوداع په ورځې  دیوم القدس له ولولناک او پرتمین لاریونوروسته  په یوه ګڼ ګوڼ مارکیټ کې  چې خلکو د کوچنی اختر لپاره  خپلو بچیانو اوکورنیو ته دشیانو په پیر پلور لګیا وو ، په دووبوږنونکو  غبرګو ځان مرګی حملو سره ئې  څه دپاسه سل کسان شهیدان او  کابو څلور سوه نور هم ټپیان کړل .

دخبرو سرچینو په وینا، په پاره چنار سیمې کې د تکفیری ترهه ګرو نفوذ  دپاکستان داستخباراتی ادارو له مرستو پرته هیڅ امکان نه لری  او په همدې دلیل ده چې  دپاکستان حکومت اوپوځ   دپاره چنار سیمې  ځای اوسیدونکو ته پخپله   دخپلې سیمې دساتلو  اجازت  نه ورکوی  او وائی  چې  دا کار باید  دپاکستان امنیتی ځواک  وکړی . پر دې اساس  د ضیاءالحق پوځی دیکتاتور خبیث سیاست  اوس هم  یو ډول په پاکستان کې  لازم الاجرا دی  . 

ډیری شناندی اوکارپوهان  اوس داپوښتنه مطرح کوی ، چې آیا   بیا به    دپاکستان  واکوالان او پوځ او سټراټژی وړاندې کونکی  خپل همدغه سیاست  ته دوام ورکوی یا  دسیمې دشرائطو بدلیدو ته په پام سره به  خپل سیاستونه ، دخپل ملت  دامنیت ،پرمختګ او هوساینې لپاره  بدل کاندی .؟

(لیکوال: عاشق حسین طوری )