د پاکستان او تاجکستان ترمینځ د ګډې ملګرتیا سند لاسلیک شو
Jul 06, 2017 10:25 Asia/Kabul
د فارس خبری آژانس د راپور په اساس، د تاجکستان ولسمشر امامعلی رحمان او د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف په دوشنبې کښې له یو بل سره په کتنه کښې د اقتصادی ملګرتیاوو لا پراخول مهم وبلل.
د پاکستان او تاجکستان چارواکو د خپلو ویناوو په نورو برخو کښې وویل چې د دواړو هیوادونو تر مینځ پراخې ملګرتیاوې د دواړو هیوادونو د خلکو د اوږدمهالې ګټې سبب کیږی.