د پاکستان په شمال لویدیځ کښې چاودنه وشوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i51732-د_پاکستان_په_شمال_لویدیځ_کښې_چاودنه_وشوه
د پاکستان د شمال لویدیځ په خیبر پختونخوا صوبې د یوه ماین چاودنې له امله دوه تنه ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 10, 2017 07:44 Asia/Kabul
  • د پاکستان په شمال لویدیځ کښې چاودنه وشوه

د پاکستان د شمال لویدیځ په خیبر پختونخوا صوبې د یوه ماین چاودنې له امله دوه تنه ووژل شول.

زمونږ خبریال د راپور په اساس، دغه ماین نن سهار د خیبر پختونخوا صوبې د کرمې ایجنسۍ سیمې په نږدیو کښې د پاکستان د امینتی ځواکونو د ګاډی په لاره کښې وچاودید چې له امله یې دوه امنیتی ځواکونه مړه او پینځه نور ژوبل شول.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دغه چاودنې پړه په غاړه نه ده اخیستې.