په پاکستان کښې د امریکا او صهیونیسټ رژیم پر ضد مظاهرې وشوې
زمونږ خبریال د راپور په اساس، د پاکستان د سند صوبې په کراچۍ ښار کښې په زرګونه خلکو (مړه دی وی امریکا، مړه دې وی اسرائیل) په شعارونو سره د دغو دواړو رژیمونو بیرغونه وسوځول.
مظاهره کونکو د فلسطین د مظلومو خلکو په وژلې او ځپنې کښې د صهیونیسټ رژیم له تیریو څخه د امریکا پوځی او مالی ملاتړ وغانده او د ملګرو ملتو او اسلامی ملګرتیا د موسسې په شمول یې له نړیوالو ټولنو وغوښتل څو د فلسطین د نیواکی ټاټوبیو پر سر د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو خنډ شی.
مظاهره چیانو د امریکا او اسرائیل له پراختیا غواړو او تیریګرو سیاستونو څخه د غوسه او کرکه څرګنده کړه او اعلان یې وکړ: واشنګټن او تل ابیب د بشری حقوقو تر ټولو ستر چخڼی کونکی دی او انسانان او انسانی حقوق دوئ ته هیڅ ارزښت نلری.
مظاهره چیانو همداراز د مسلمانانو په ځپنه کښې د امریکا او صهیونیسټ رژیم د تیریو په وړاندې د ملګرو ملتو او د دغې موسسې د امنیت شورا پر بې پروایۍ او چوپتیا نیوکه وکړه.