دپاکستان په ژوب سیمې کې څلور ترهه ګر هلاک شول
وسله وال ترهه ګر په سپکو او درندو وسلو سنبال وو او پر پستې د راکټ لانچر ډزې کړی اووروسته نښته پیل شوه چې په نتیجه کې ئې پر مرګ ژوبلو سربیره یو شمیر ترهه ګر بیرته په تښتې کې بریالی شول
زمونږخبریال د جنګ انټرنیټی سایټ له قوله راپور راکړ دپاکستان نیمه پوځی ملیشه ایف سی په موقعې په ځوابی عملیاتو کې په ژوب کې پر پوځی پستې دترهه ګرو حمله ناکامه کړه او ځوابی ډزو کې ئې څلور ترهه ګرهلاک کړل .
دپآکستان دپوځ آئی ایس پی آر دیوې خبرتیا په خپرولو سره وئیلی دی ،ایف سی ځواک په موقعې خوابی عملیات ترسره کړی چې له امله ئې ترهه ګر نه دی توانیدلې کوم ستر تاوان ورسوی التبه ویل کیږی چې څو ماموران ټپیان شوی دی . داهم وئیل شوی چې وسله وال ترهه ګر په سپکو او درندو وسلو سنبال وو او پر پستې د راکټ لانچر ډزې کړی اووروسته نښته پیل شوه چې په نتیجه کې ئې پر مرګ ژوبلو سربیره یو شمیر ترهه ګر بیرته په تښتې کې بریالی شول
داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان په بلوچستان صوبې کې وخت په وخت ناپیژاندی وسله وال پر حکومتی تاسیساتو او دامنیتی مامورانو پر پستې بریدونه کوی البته ډیری سرچینې وائی په بلوچستان صوبې کې دبلوچ بیلتون غواړو اودسپاه صحابه اوجنګوی لښکر ترهه ګرو جنایتکارو دورانکارو فعالیتونو له امله په دغې صوبې کې دعامو خلکو ژوند تریخ کړی او دغه راز د حکومتی تاسیساتو لپاره هم یوه دخطرې ټلۍ جوړه شوې ده .