د قطر خارجه وزیر پاکستان ته رسیدلی
د قطر د بهرنیو چارو وزیر له پاکستان سره د اړیکو د پراختیا په موخه نن مازیګر اسلام آباد ته رسیدلی.
ایرنا راپور ورکړی،شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثانی په دغه سفر کښې د پاکستان له لومړی وزیر او نورو چارواکو سره کتنه او د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا او وروستیو مهمو سیمه ایزو او نړیوالو مسُلو په باره کښې خبرې اترې کوی.
دا سفر په داسې حال کښې دی چې فطر د عربستان او د ریاض د ځینو هم تړونو هیوادونو د اړیکو د غوڅولو او همدغه راز د کورنی سیاسی کړکیچ په خاطر دغه دواړه هیوادونه په حساسو شرایطو کښې ګرځیدلی دی.له قطر سره د عربستان،اماراتو او مصر د اړیکو په غوڅیدا پسې ریاض له اسلام آباده غوښتلی وو چې له دوحې سره د خپلو اړیکو په باب خپل دریځ معلوم کړی او اسلام آباد هم اعلان وکړ،له دوحې سره خپلو سټراټیژیکو اړیکو ته دوام ورکوی.
یاده دې وی چې قطر او پاکستان پروسکال د خپل مینځی تجارتی راکړو ورکړو اندازه تر درې سوه فیصده زیاته کړه او د کابو شپاړسو میلیارډو ډالرو په ارزښت یې د پینځلسو کالونو لپاره د اوبلن ګازو د صادرولو تړون لاسلیک کړ.