په پاکستان کښې د صهیونیسټ رژیم پر ضد کنفرانس ترسره شو
Jul 19, 2017 15:34 Asia/Kabul
د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کښې د صهیونیسټ ضد کنفرانس ویناوالو، امریکا او صهیونیسټ رژیم د سیمې او د اسلامی نړۍ د ستونزو اصلی عوامل وبلل.
د ایرنا د راپور په اساس، د پاکستان د جماعت اسلامی ګوند سرمنشی لیاقت بلوچ په خپله وینا کښې نیواکی فلسطین ته د هند د لومړی وزیر نریندرا مودی د سفر په غندلو سره له امریکا او اسرائیلو سره د هند له حده زیاتې اړیکې د اسلامی نړۍ لپاره زیانمنې وبللې.
هغه زیاته کړه: امریکا په سیمه کښې په سلطې پسې ده او د خپلې دغې موخې د ساتلو لپاره له صهیونیسټ رژیم سره ملګرتیا کوی او هند باید هوښیار واوسی چې پر سیمه د تسلط لپاره د امریکایانو پر اوزار بدله نشی.
لیاقت بلوچ د فلسطین او کشمیر له مظلومو خلکو څخه ملاتړ د اسلامی نړۍ تر ټولو مهم لومړیتوب وباله.
ټیګونه