امریکا د ترهګرو د ملاتړ په لیسټ کښې پاکستان شامل کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i52368-امریکا_د_ترهګرو_د_ملاتړ_په_لیسټ_کښې_پاکستان_شامل_کړ
د تاند د راپور له مخې، د امریکا متحدو ایالتونو پاکستان د هغو هیوادونو او سیمو په لیست کې شامل کړ چې تروریستانو ته خوندی پناهځایونه ورکوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 20, 2017 01:21 Asia/Kabul
  • امریکا د ترهګرو د ملاتړ  په  لیسټ کښې پاکستان شامل کړ

د تاند د راپور له مخې، د امریکا متحدو ایالتونو پاکستان د هغو هیوادونو او سیمو په لیست کې شامل کړ چې تروریستانو ته خوندی پناهځایونه ورکوی.

دا خبره د افغانستان د ولسمشر یوه ویاند نجیب الله ازاد په خپله فیسبوک پاڼه کې اعلان کړې او لیکلی یې دی چې امریکا دا کار پرون کړی او ویلی یې دی چې د لشکرطیبه او جیش محمد په شان ترهګرو ډلو په ۲۰۱۶ م کال په پاکستان کښې روزنې، د پیسو ټولولو او د دغه هیواد له خاورې څخه عملیاتو ته دوام ورکړ.

د ښاغلی ازاد په وینا، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د تروریزم په اړه په خپل کالنی راپور کې ویلی چې د پاکستان پوځ او امنیتی ځواکونو د هغو ډلو پر ضد عملیات کړی چې د پاکستان په خاوره کې دننه جنګېږی؛ لکه د پاکستانی طالبانو تحریک.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلی«پاکستان د افغان طالبانو یا حقانی شبکې په ضد د پام وړ اقدام نه دی کړی؛ خو دغه هیواد د هغو هڅو ملاتړ کړی چې دا دوې ډلې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر ته حاضروی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور وایی«پاکستان د لشکر طیبه او جېش محمد په شان ډلو پر ضد په ۲۰۱۶ م کال کې اقدام نه دی کړی. دغو ډلو په پاکستان کې تریننګ، د بسپنو ټولولو (چندې) او عملیاتو ته دوام ورکړی دی،»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې ویل شوی چې په هند کې د ماویستی یاغیانو او پاکستان مېشتو تروریستانو له لوری تروریستی حملې شوی دی.

هند او افغانستان دواړه له ډېرو کلونو راهیسې د پاکستان مېشتو ترهګرو قربانیان دی.