د پاکستان د اسلامی غورځنګ مشر د شیعیانو وژله وغندله
علامه ساجد علی نقوی د پاکستان دولت ته خبردارې ورکړ که دولت ونه کولې شی د تکفیری ډلو د حملو مخه ونیسی نو د پاکستان حالات به کړکیچن شی .
زمونږ خبریال راپور راکوی علامه ساجد علی نقوی ټینګار وکړ ترهه ګر د بشریت دښمنان دی او هیڅ دین او مذهب ته پایبنده ندی .
ښاغلی ساجد نقوی په بلوچستان صوبه کې د څلورو شیعیانو د ترور د غندلو په ترڅ کې وویل د نواز شریف حکومت د خلکو د امنیت د تامینولو او د ترهه ګرو ډلو له حملو سره د مقابلې وس نلری او معمولا د دغه ډول حملو په وړاندې چوپتیا غوره کوی .
علامه ساجد علی نقوی د پاکستان دولت ته خبردارې ورکړ که دولت ونه کولې شی د تکفیری ډلو د حملو مخه ونیسی نو د پاکستان حالات به کړکیچن شی .
هغه زیاته کړه د پاکستان خلک د شیعیانو د وژلې په وړاندې غلی او بې پامه نشی پاتې کیدلې او که د شیعیانو وژله بنده نشوه نو په درست هیواد کې مظاهرې وشی . د بلوچستان صوبې په مستونګ ښار کې درې ورځې وړاندې ترهه ګرو ۴ شیعیان شهیدان کړل چی د دغه اقدام په اعتراض کې پرون سترې مظاهرې هم ترسره شوی دی ، خو حکومت د ترهه ګرو د نیولو او سزا کولو په زمینه کې تل لټی کوی او هیڅ جدی اقدام نه ترسره کوی .