دپاکستان حکومت او د درغلیو دوسیې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i52566-دپاکستان_حکومت_او_د_درغلیو_دوسیې
له پاکستانه رارسیدلی رآپورونه ښئ ،د دغه هیواد ستره محکمه دجې آئی ټی کمیټې دراپور په څیړنو اوتعقیبولو سره فیصله کړې ده ،البته تر دې دمه ئې اعلان کړې نه ده اومحفوظه ئې ساتلې ده چې په اساس ئې د پاکستان دلومړی وزیر نوازشریف دصلاحیت دردولو احتمال هم شته او هم ممکنه ده ، دبیا څیړنو او ارزونو لپاره د احتساب ملی ادارې اویا هم بلې اجرائی ځانګړی محکمې ته ولیږدول شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 23, 2017 10:12 Asia/Kabul
  • دپاکستان  حکومت  او د درغلیو دوسیې

له پاکستانه رارسیدلی رآپورونه ښئ ،د دغه هیواد ستره محکمه دجې آئی ټی کمیټې دراپور په څیړنو اوتعقیبولو سره فیصله کړې ده ،البته تر دې دمه ئې اعلان کړې نه ده اومحفوظه ئې ساتلې ده چې په اساس ئې د پاکستان دلومړی وزیر نوازشریف دصلاحیت دردولو احتمال هم شته او هم ممکنه ده ، دبیا څیړنو او ارزونو لپاره د احتساب ملی ادارې اویا هم بلې اجرائی ځانګړی محکمې ته ولیږدول شی .

 پاکستان    له یوه پلوه   له داخلی بحرانونو سره لاس اوګریوان دی او له بل پلوه  د دغه هیواد لومړی وزیر نواز شریف اودهغه کورنۍ اوځینی وزیران  او دهغه مرستیالان په مالی درغلیو  او فساد ککړ دی ،دځانګړی کمیټې (جې آئی ټی)  راپور  چې  دنوازشریف او دهغه  له بچیانو  د  دوومیاشتینو پوښتنو او ګرویژنو  په نتیجې کې  برابر شوی ؤ ،د دغه هیواد سترې محکمې  یا سپریم کورټ ته    وړاندې  شوی  او ارزونه ئې  دفیصلې په نهائی مرحلې کې ده .

زمونږخبریال راپور راکوی  له پاکستانه رارسیدلی رآپورونه ښئ ،د دغه هیواد ستره محکمه  دجې آئی ټی کمیټې دراپور په څیړنو اوتعقیبولو سره  فیصله کړې ده ،البته تر دې دمه ئې   اعلان کړې نه ده اومحفوظه ئې ساتلې ده  چې   په اساس ئې  د پاکستان دلومړی وزیر نوازشریف  دصلاحیت دردولو احتمال هم شته او هم ممکنه ده ،  دبیا څیړنو او ارزونو لپاره د احتساب ملی ادارې  اویا هم بلې اجرائی ځانګړی  محکمې  ته  ولیږدول شی .  ددغې ځانګړی کمیټې  په راپور کې  راغلی وو چې  نوازشریف اودهغه بچیانو دپیسو په ځای پر ځای کولو او په لندن کې  دځایونو   پاخ اخستو کې  قانع کونکی ځوابونه   نه  دی ورکړی . نوازشریف هم ډیره هڅّ کړې  چې  دقطر اوعربستان  دشهزادګانو   له لارې خپل ځان وژغوری  اوووآئی چې  دقطر شهزاده  هغه ته  شپږملیون ډالر او دسعودی عربستان شهزاده هم ورته اته میلیون ډالر  ورکړی  چې  په دې زمینې  کې  دمحکمې دراضی کونکی یو سند هم  نه دی وړاندې کړائ شوی .نواز شریف هم  دحکومت دکابینې او دغه راز دخپل ګوند د مهمو مسئولانو  په مهمو غونډو کې دصدراعظمۍ  دڅوکۍ  لپاره د  هغه دکاندیدیدا  د صلاحیت  د   ردیدا په بڼه کې ارزونې کړی دی . دهغو ارزونو په  نتیجې کې  دخواجه آصف   نامه چې اوسنی دفاع  او ددانرژۍ او اوبه خور وزیر دی ،په سر کې ده د لومړی وزارت  دڅوکۍ لپاره   دوهمه نامه د   ولسی جرګې د مشر سردار آیاز صادق نامه  هم اخستل کیږی  چې البته  د کورنیو چارو  وزیر چوهدری نثار علی خان   د خواجه آصف له کاندید کیدا سره  مخالف دی  او ممکنه ده  چوهدری نثار  علی  خان ددې په خاطر چې   دحکومت په مهمو پیښو  ورته  بې پروائی اوبې پامی شوې ده ،  دکورنیو چارو له وزارته استعفی ورکړی او همداراز مخالفو سیاسی ګوندونو هم  خپلې ټوله توانمنۍ  دنواز شریف  دلیر ې کولو لپاره  متمرکزې کړی دی  ،یعنی  ویل کیدلی شی ،  هم  حکومت ا و هم  اپوزیشن   دزورآزموینې لپاره مټې رانغړلی دی   او  دهیواد مسئلو  اومشکلاتو ته  هیڅ پام نه  کوی او  دهیواد په بهرنی سیاست او امنیتی مسئلو کې  دهیواد درستې موضوعګانې  دپوځ په لاس کې  ورغلی دی.   له یوې خوا  هم  دافغانستان  او  امریکا له پلوه سخت دباؤنه په زیاتیدا دی او  دامریکا دفاع  او خارجه وزارتونو  په ډګه وئیلی دی ، چې  طالبان او حقانی چینل  هماغه شان  په پاکستان کې ځالې لری او  د دغه هیواد له زیاتره اورګانونو له خوائې بشپړ ملاتړ کیږی  او له همدې هیواده  پر افغان اوامریکائی  عسکرو دحملو پلانونه جوړیږی  او دامریکا ددفاغ وزارت  دسپارښتنې په اساس  ، پاکستان  ته د دغه هیواد  پوځی مرستې هم درول شوی دی

دتهران ریډیو پښتو خپرونې  په دې باب  د پاکستان دیوه  تکړه سیاستوال  او مشهور حقوق پوه  ښاغی لطیف آفریدی  نظر دټیلیفون له لارې پوښتنلی ، چې   هغه  هم په ځواب کې دجې آئی ټی  هغې ځانګړی کمیټې په  یواړخیز والی باندې  په نیوکو سره  چې دنوازشریف او دهغه دبچیانو  دمالی غلاګانو اودرغلیو  د دوسیې د ارزونې اوڅیړنې لپاره سترې  محکمې  جوړه کړې  وه ، ووئیل ؛ دغه ځانګړی کمیټی  بې پلوه نه  وه ، بلکې د پوځ  دغوښتنې په اساس ئې یواړخیزې څیړنې کړی دی .افریدی صیب  دغه راز زیاته کړې ،ترڅو چې په هیواد کې دمالی درغلیو  اوغلاګانو   مسئله ده ، یو سیاستوال او جنرال  هم نشته چې  غلا ئې نه وی کړی او  نوازشریف هم له دې  کاره مستثنی   نه دی ،خو   دهغه د صدراعظمۍ  په پړاؤ کې  دهغه په خلاف  قانونی  چاره جوئی وشی  اودهغه او دهغه دبچیانو د مالی غلاګانو  علت  چې ډیر زیات تعقیبیږی ، په دې خاطر دی چې  هغه ، له هندوستان سره دسیاسی اوتجارتی  اړیکو دټینګیدا او له افغانستان سره د شخړې دحل کولو غوښتنه کوی . دلطیف آفریدی  په وینا، نوازشریف  دپوځ دبرلاسه کیدا سخت مخالف دی ،او نه غواړی  پوځ  په سیاسی  چارو کې ګوتې ووهی  .لطیف افریدی همداراز  په خیبرایجسنۍ قبایلی سیمې کې  دپوځ له  عملیاتو سره  په ارتباط کې هم ووئیل ، له شمالی وزیرستانه  کابو څلور زره ترهه ګر دپوځ په وسیله خیبر ایجنسۍ ته منتقل کړائ شوی دی .هلته ئې خلک له کورونو  ویستلی دی  او ترهه ګرو د کوکی خیلو  سیمه نیولې ده او  دپوځ موخه هم   داوه چې پخپله  ئې له راوستو ترهه ګرو سره  دمبارزې په پلمه قبایلی سیمې ونیسی .  د پاکستان د دغه مشهور حقوق پوه په وینا،  نوازشریف  حتی  دسعودی عربستان په مشرۍ  داسلامی هیوادونو دتش په نامه پوځی ائیتلاف کې  دپاکستان له غړیتوب سره  هم مخالف ؤ  او  په دې اړه  نهائی فیصله   پوځ غوره کړې وه . ښاغلی لطیف افریدی  زیاته کړې،  که د نوازشریف  صلاحیّت رد شی ،نو معنا ئې داده چې  پوځ یو ځل بیا په جمهوریت دروند ګوزار کړی  دی  او هرڅه چې وغواړی ، نو ترسره کوی ئې .

(لیکوال : عاشق حسین طوری)