د ستری محکمی له خوا د پاکستان د لمړی وزیر لیری کول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i52894-د_ستری_محکمی_له_خوا_د_پاکستان_د_لمړی_وزیر_لیری_کول
د پاکستان سترې محکې باالآخره د نهایی حکم په صادرولو سره، د دغه هیواد د لمړی وزیر د صلاحیت د سلبولو په هکله رایه ورکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 28, 2017 08:40 Asia/Kabul
  • د ستری محکمی له خوا د پاکستان د لمړی وزیر لیری کول

د پاکستان سترې محکې باالآخره د نهایی حکم په صادرولو سره، د دغه هیواد د لمړی وزیر د صلاحیت د سلبولو په هکله رایه ورکړه.

د ایرنا د راپور په اساس؛ د پاکستان د سترې محکمې د قاضیانو یو ټیم، نن جمعه پاناما د اسنادو په اساس، د دغه هیواد د لمړی وزیر او د هغه د کورنۍ د غړیو په خلاف د مالی فساد تور ته د رسیدګۍ د پروسې له پیل څخه د نږدی یو نیم کال وروسته، نواز شریف له خپل مقام څخه لیری کړ.

د پاکستان سترې محکمې همداراز د مالی فساد او د پیسو د پاکولو په تور، د یاد هیواد د لمړی وزیر«نواز شریف» او  د هغه د کورنۍ دغړیو د محاکمه کیدو امر ورکړ، او له نوموړی وغوښتل چی هرڅه ژر، د لمړی وزارت له مقام څخه څنګته شی.  

د پاکستان د سترې محکمې د قاضیانو پنځه کسیزې ډلې دا پریکړه د جمعې په ورځ د ګډ تحقیقاتی ټیم د هغو موندنو پر مټ کړی چې د نواز شریف د کورنۍ د غړیو په اړه د فساد د ادعاوو په څېړنه کې د دوی د اعلان شوې پانګې او د عواېدو د سرچینو تر منځ زیات توپیر وموند.

د سترې محکمې د پرېکړې له مخې، نوازشریف د پاکستان د اساسی قانون په ۶۲ او ۶۳مې مادې برابر نه دی، نو له همدې دې امله د خپلې چوکۍ لپاره نااهله پیژندل شوی دی.

د پاکستان سترې محکمې په پاناما اسنادو کې د دې هېواد د صدر اعظم نواز شریف د کورنۍ د غړیو د نومونو تر راتلو وروسته د روان کال په اپرېل میاشت کې پر نواز شریف د لګېدلو اداری فسادونو د تورونو د تحقیقاتو لپاره د یوه ګډ پلټونکی ټیم د جوړولو حکم ورکړ چې د دې ادعا په اړه تحقیات وکړی او په ۶۰ ورځو کې خپل راپور جوړ کړی.

 

 د سترې محکمې د نواز شریف پر نااهلۍ سربېره امر کړی چې د هغه د لور مریم نواز، زامنو حسین او حسن نواز او زوم کیپټن صفدر پر ضد دې د احتساب په محکمه کې دوسیه ثبت شی.