د نواز شریف صلاحیت رد شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i52896-د_نواز_شریف_صلاحیت_رد_شو
د پاکستان سترې محکمې نن د خپل تاریخی تصمیم په اعلانولو سره، لمړئ وزیر«نواز شریف» رد صلاحیت کړ. د سترې محکمی ټولو ۵ ؤ لوړ پوړو قاضیانو د نواز شریف صلاحیت رد کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 28, 2017 13:08 Asia/Kabul
  • د نواز شریف صلاحیت  رد شو

د پاکستان سترې محکمې نن د خپل تاریخی تصمیم په اعلانولو سره، لمړئ وزیر«نواز شریف» رد صلاحیت کړ. د سترې محکمی ټولو ۵ ؤ لوړ پوړو قاضیانو د نواز شریف صلاحیت رد کړ.

سترې محکمی پخپله فیصله کی؛ لمړئ وزیر«نواز شریف»، د مالیې وزیر«اسحاق دار» او د نواز شریف زوم؛ او د پاکستان دملی پارلمان غړئ«سروان صفدر» رد صلاحیت کړل. دغې محکمې همداراز د نواز شریف؛ او د هغه د اولادونو(حسن نواز؛ حسین نواز او مریم نواز) او سروان صفدر په خلاف، د دوسیې د جوړولو غوښتنه کړې ده. د سترې محکمی قاضی «آصف کهوسه» د دغې فیصلی په اعلانولو سره، د احتساب محکمې ته په دغې دوسیې پوری د ټولو مواردو او اسنادو د لیږلو امر وکړ.

سترې محکمی دستور ورکړ؛ چی د نواز شریف په ضد دوسیه جوړه شی، او د ملی احتساب ادارې ته امر وشو، چی د شپږ اونیو په ترځ کی دغه دوسیه جوړه کړی، او د احتساب محکمه هم؛ د شپږو میاشتو په ترځ کی د نوموړې دوسیې په باره کی فیصله وکړی.

زموږ د راډیو خبریال، پدې زمینه کی د پاکستان په پیښور کی د نیوز ورځپاڼې د لوی مدیر« رحیم الله یوسفزی » نظر وغوښت، چی نوموړی په ځواب کی وویل: له سترې محکمې څخه د داشان فیصلې د کولو هیله کیدله، ځکه چی د آصف کهوسه او ګلزار په نومونو؛ دؤو قاضیانو له دې وړاندی د نواز شریف د رد صلاحیت رایه ورکړې وه، او نور دری قاضیان د لا زیاتو تحقیقاتو د کیدو غوښتونکی شوی ؤو، تر څو نواز شریف او د هغه اولادونو ته فرصت ورکړ شی؛ چی د خپلو پانګو او شتمنیو په باره کی توضیح ورکړی؛ چی خپلو لږو عایداتو ته په پام سره یی، څرنګه وکولای شول په لندن کی کور واخلی، او یا په پانامه کی شرکت جوړ کړی، او دغه پیسې یی څرنګه پانامه او لندن ته منتقلی کړې، چی د سترې محکمی د دریو قاضیانو د فیصلې په اساس،  د پوځی استخباراتی سازمانونو(آی؛اس؛آی)،(ام؛آی) او د فډرال تحقیقاتی سازمان(اف؛آی؛ای)، د ملی احتساب د ادارې او د مرکزی بانک څخه یو ځانګړې کمیټه جوړه شوه، چی یادې کمیټی د دؤو میاشتو په اوږدو کی، له نواز شریف او د هغه له بچیانو سره د پوښتنی او ځواب ورکولو غونډې ترسره کړې، او دغې ځانګړی کمیټې همداراز څه موده وړاندی، د خپلو تحقیقاتو په نتیجه کی یو راپور، سترې محکمی ته وړاندی کړ؛ چی په هغه کی ویل شوی ؤ؛ نواز شریف او د هغه اولادونو، د پیسو د ځای پر ځای کولو او منتقلولو په باره کی، کمیټی ته قانع کونکی ځوابونه ور نه کړل. سترې محکمی هم د نوموړیو تورنو کسانو دمدافع وکیلانو سره د دؤو اونیو په موده غونډه وکړه، او په پای کی د نواز شریف د رد صلاحیت فیصله غوره شوه، او نن جمعه اعلان شوه. د ښاغلی رحیم الله یوسفزی له قوله؛ اوس نواز شریف او نور کسان باید، د احتساب په محکمه کی حقوقی جنګ ته چمتو شی؛ چی که یی وکړای شول له ځانه دفاع وکړی، د هغه د رد صلاحیت حکم لغوه کیږی، مګر دا کار لیری بریښی؛ ځکه چی نواز شریف ونه شوکړای د ځانګړی کمیټی په وړاندی له ځانه دفاع وکړی، د احتساب په محکمه کی به هم دا کار ونشی کړای. ښاغلی رحیم الله یوسفزی وویل: اوس ممکنه ده د نواز څانګې د مسلم لیګ له ګوند څخه یو بل کس، د نوموړی ګوند له خوا د صدراعظمۍ د مقام د ترلاسه کولو لپاره، کاندید شی. د پنجاب صوبی د اعلی وزیر«شهباز شریف»، د دفاع وزیر«خواجه آصف»، د ملی پارلمان د مشر«ایاز صادق» نومونه؛ د کاندید کیدو لپاره یادیږی، خو ممکنه ده حاضر دمه؛ د نواز مسلم لیک ګوند کمزورئ هم شی. ځکه که چیری نواز شریف ونشو کړای، د احتساب په محکمه کی له ځانه دفاع وکړی، د ۲۰۱۸ م کال په انتخاباتو کی د مسلم لیګ ګوند بریالیتوب لیری بریښی، او ممکنه ده، د یاد ګوند یو شمیر غړی، د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف خواته لاړ شی. رحیم الله یوسفزی څرګنده کړه: نواز شریف چی دری ځلی لمړئ وزیر شو، په زیاته اندازه یی د خپلې اقتصادی ګټی لپاره، قانون جوړول او د لا زیات بډای کیدو په منظور د قانونی لار چارو په لټه کی ؤ، او لیری بریښی چی نوموړئ په راتلونکی کی د پاکستان سیاسی ډګر ته ګام کښیږدی.