د پاکستان کابینه منحله شوه
Jul 28, 2017 13:23 Asia/Kabul
د پاکستان د سترې محکمې له خوا، د دغه هیواد د لمړی وزیر«محمد نواز شریف» د صلاحیت له ردیدو وروسته، د دغه هیواد د لمړی وزارت د ماڼۍ ویاندوی، د هغه د کابینې د منحلیدو خبر ورکړ.
د راپور په اساس، د لمړی وزارت د ماڼۍ ویاندوی نن جمعه اعلان وکړ: محمد نواز شریف، د ځان په خلاف د سترې محکمې د حکم له صادریدو وروسته، رسماً د صدر اعظمۍ له ټولو مسؤلیتونو څخه لاس واخیست.
سره له دې چی؛ د لمړی وزارت دفتر د سترې محکمی له خوا په صادر شوی حکم اعتراض لری، خو دا د ځان دنده ګنی چی د دغه حکم احترام وساتی.