په پاکستان کښې په لسګونه ترهګر ونیول شول
Jul 29, 2017 07:32 Asia/Kabul
زمونږ خبریال د راپور له مخې، د پاکستان پوځ اعلان وکړ: د لاهور، اسلام آباد او راولپنډۍ په ښارونو کښې د ردالفساد عملیاتو په دوام کښې دوه څلویښت ترهګر ونیول شول.
د پاکستان پوځ همداراز د ردالفساد عملیاتو په دوام کښې د خیبر پختونخوا صوبې یو سلو لس کلومیټره سیمه د ترهګرو له سپیره وجوده پاکه کړه.
په دغو عملیاتو کښې د ترهګرو ځینی پټنځایونه هم ویجاړ شول.
د پاکستان پوځ د ضرب عضب او ردالفساد عملیاتو سربیره، د دغه هیواد په بیلا بیلو سیمو کښې له ترهګرو سره په مبارزه کښې د خیبر په نوم نوی عملیات پیل کړی دی.